نړۍ

د بښنې نړيوال سازمان د منظور پښتين د سمدستي خوشې کولو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين تېره شپه د پېښور له تاکال سيمې څخه نيول شوی دی.

د بښنې نړيوال سازمان د اسيا څانګې په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، منظور پښتين د خپلو حقونو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي او باید د بیان ازادۍ ته په درناوي سمدستي خوشې شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان ملي اسامبلۍ کې د وزيرستان د خلکو استازي محسن دوړ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، دوی ته د سوله ييزې مبارزې سزا ورکول کيږي او د منظور پښتين له نيول کېدو سره به دوی نور هم پياوړي شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ښځينه غړې ثنا اعجاز هم رسنيو ته ويلي، منظور پښتين له څو ملګرو سره نيول شوی، اوس مهال د پېښور پولیسو سره بندي دی او دوی ته ويل شوي، چې د ډيره اسماعيل خان پوليسو د هغه پر خلاف دوسيه رسمي کړې ده.

منظور پښتين وړمه شپه له شمشاد تلويزون سره له مرکې وروسته نيول شوی، خو برتانوي رسنيو د باروي سرچينو په حواله ليکلي، چې منظور پښتين څو ورځې وړاندې ډېره اسماعيل خان کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان اساسي قانون له منلو انکار کړی و او د هغه د نيول کېدو لامل هم دا دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران محسن دوړ، ثنا اعجاز او نور غړي وايي، دوی د منظور پښتين له نيول کېدو وروسته په خپلمنځي سلامشورو بوخت دي او په لنډ وخت کې به په دې اړه خپله سټراټيژي اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا د درواغو او اسلام دښمنه سازمان به خامخا د خپلو ملګرو دفاع کوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x