چین: کورونا ویروس څخه د مړینو شمېر له ۸۰ تنو لوړ شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د چین د هوبای ایالت د روغتیا کمیټې په یوه راپور کې ویلي چې د نوي ویروس کورونا څخه د جنوري تر ۲۶مې نیټې تر پایه د مړو شمېره له ۸۰ پورته شوې او پر دې د اخته کسانو شمېر ۳۰۰۰ تنو ته رسیدلی.

تېره ورځ د روغتیا نړیوال سازمان مشر «تیدروس ادهانوم» د یوه ټویټ له لارې اعلان کړی و چې د چینایي چارواکو سره د کورونا ویروس په اړه د خبرو لپاره بیجینګ ته روان دی.

د روغتیا نړیوال سازمان درې ورځې وړاندې په خپله بیړنۍ غونډه کې د یاد ویروس په اړه بیړنی حالت اعلانول له وخت وړاندې پریکړه ښودلې وه.

دغه ویروس په ضرب د یوې نیمې میاشتې کې د چین د ګڼو ښارونو سربېره په یو شمېر هېوادونو کې هم خپور شوی چې په کې بیلا بېلې پيښې ثبتې شوې دي.

د افغانستان حکومت له چین غوښتي چې افغانستان ته خپلې الوتنې ودروي، د عامې روغتیا وزارت مشر فیروز الدین فیروز تیره ورځ د مرکې پرمهال افغانانو ته د یاد ویروس په اړه ډاډ ورکړی و او زیاته کړې وه چې ددې مخنیوي لپاره چمتو والی لري.

نوموړي د چین حکومت څخه غوښتي تر څو هغه «۶۲» افغانانو ته اسانتیاوې او طبي ترتیبات چمتو کړي چې په ووهان ښار کې زده کړې کوي.

چین حکومت د ووهان ښار اساسي لارې تړلي، د هوایي ډګر نږدې ټولې الوتنې درول شي، ددې سربېره یې په لسو نورو ښارونو کې هم یاد ترتیبات عملي کړي دي.

تر اوسه د چین ساینس پوهان د یاد ویروس په تشخیص کولو نه دي توانېدلي، خو دوی وایي چې د روغتیا نړیوال سازمان سره په ګډه څیړنې کوي.

پر کورونا ویروس اخته کسان تبه، زکام او ټوخی لري او د تنفس سیستم یې هم ګډوډیږي، دا ویروس له ځناورو انسانانو ته انتقال شوی او په اسانۍ سره له یوه کس څخه بل ته انتقالیدی شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د ( ابابیل ) داستان خوشی یوه افسانه نه ده. د الله سبحانه و تعالی پټی لښکری کله د مرغه په بڼه او کله د ویروس په بڼه او کله د طبیعی آفتونو په بڼه خپل ماموریت سر ته رسوی. په یوویشتمه پېړۍ کی د ددموکراسۍ په کارنیوال کی یو هیواد دومره متکبر او مغرور سی چی د ټولو نړیوالو نورمونو په خلاف د خپل وطن اقلیت وګړی د سختو ربړونو او ځوروونو سره مخامخ او نړیوال هم د ځینو ملاحظاتو له وجی د هغوی پر دې ظالمانه کړنو د اعتراض جرئت ونلری. هیله ده د ( کرونا وایروس )… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close