د بلخ غمیزه د فاجعې یو بل اړخ

نن ټکی اسيا سرليکنه

وړمه شپه دولتي ځواکونو د بلخ ولسوالۍ په بوقې کلې باندې د بمباري په ترڅ کې د یوې کورنۍ اووه تنه ولسي وګړي و وژل.

سیمه ییزو خلګو د یادې پیښې په اعتراض کې د وژل شویو جسدونه د بلخ ولایت مرکز، مزار شریف ته وړي ، خو په مزار شریف کې دولتي چارواکي په بلخ کې د ترسره شوې بمباري له جریانه ناخبر او په اړه یې د رسنیو پوښتنو ته له ځواب ویلو څخه ډه ډه کوي.

د پیښې عیني شاهدان وايي چې وژل شوي افراد چې څلور یې میرمنې او دری تنه ماشومان دي ټول د یوې کورنۍ غړي او د خاص بلخ د بوقې کلې اوسیدونکي دي.
په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازي او د سیمې مدني فعالان وايي چې دا ډول ړندې بمباري په سیمې کې د یوه خاص ټبر په خلاف د جوړې شوې توطیې یوه برخه او د قومي تصفیې په غرض تر سره کیږي.

که په تیرو اتلسو کلونو کې په قندوز ولایت کې د بهرنیو ځواکونو او دفاع وزارت د بمباریو خونړي تسلسل ته وکتل شي واقعا هم چې هغه د ټول شمال په کچه یواځي پر قندوز ولایت او هغه هم پر یوه خاص قوم متمرکز دي چې له امله یې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په ۲۰۱۸ م کې د قندوز ولایت په دشت ارچې کې پر یوې دینې مدرسې د دفاع وزارت پلان شوې بمباري د دې توطیې یوه کړۍ وه چې په یوه ځل ورکې تر (۱۷۰) تنه زیات د قرآن کریم تنکي حافظان و وژل شول، مګر تر اوسه یې هیڅ څوک هم د ترسره کولو په جرم نه دی محاکمه شوی.

د بلخ ولایت اوسنۍ خونړۍ پیښه هم د همدې خاص ټبر په میشته سیمه کې رامنځته کیږي چې طبعا به یې نه د ترسره کولو لامل معلوم شي او نه به یې هم د عاملینو د محاکمې په اړه اقدام تر سره شي.

په بلخ کې د ولسي وګړو خلاف دا خونړی برید په داسې مهال تر سره کیږي چې افغان ولس په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې توافق ته سترګې په لاره دي.

که د سولې په مذاکراتو کې امریکایان له طالبانو څخه په لویو ښارونو کې د (اورکم ) غوښتنه کوي، امریکايي جانب ته هم په کار دی چې د مذاکراتي ایجاباتو په رعایتولو سره په کلیوالو سیمو کې د ولسي وګړو له دغه ډول عمدې وژنو څخه ډډه وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جلال
میلمه
جلال

دا خلك سه وخت ويخيژي؟ اعوذبالله