افغانستان

غزني کې د بهرنیانو الوتکې سقوط کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): نن ورځ له غرمې وروسته د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د بهرنیانو یوه چورلکه، لوېدلې او پکې سپاره کسان له منځه تللي.

دغه الوتکه، چې د طالبانو تر واک لاندې ساحه کې راپرېوتې، په اړه یې په لومړیو کې ضد او نقیض راپورونه ورکړل شول، د کابل حکومت چارواکو لوېدلې الوتکه مسافر وړونکې د اریانا افغان هوايي ملکي شرکت اړوند وبلله؛ خو اریانا افغان شرکت دا اوازې رد کړې.

تازه د غزني ولایت والي «وحیدالله کلیمزي» او د نوموړي ویاند «عارف نوري» ومنله، چې لوېدلې الوتکه د افغانستان په هوايي شرکتونو پورې اړه نلري او د کوم بهرني شرکت اړوند ده.

په ټولنیزو رسنیو باندې د لوېدلې الوتکې په خپره شوې ويډیو کې په الوتکه باندې داسې نښي لیدل کېږي، چې ښيي الوتکه د امریکایي سمندري ځواک اړوند ده.

اسوشيټيد پریس خبري اژانس د امریکايي ځواکونو د یوه تن ویاند «ریورډان» له قوله لیکلي، چې دوی په دې برخه کې څېړنې کوي.

بل لور ته د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي « نن له غرمې وروسته د غزني ولایت د دهیک ولسوالۍ په سدوخیلو  سیمه کې د امریکايي اشغالګرو هغه ځانګړې الوتکه را نسکوره شوه چې د استخباراتي ماموریت لپاره يې په سیمه کې پرواز کاوه.په یاد پرمختګ کې د الوتکې ټوله عمله او په کې ناست د امریکا د (CIA)ګڼ شمیر لوړ رتبه افسران ووژل شول.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
دوه ورځی مخکی جرمنی برلین ښار ته تللی وم.یو بهرنی دیپلومات سره می هم د منطقه په حالاتو باندی پراخ بنډار وکړ،
د بنډار په درشل کی د بهرنی دیپلومات د خولی دا خبره راووتله چه،
ایران اخوندانو طالیب جنګیالیوته دفع هوا ،سپک راکټونه ورکړی دی،دا ڼن طیاری ویشتل فکر کوم د دیپلومات خبره رښتیا ده،

غ.حضرت

هیله ده چی دا نسکوره سوې الوتکه د سوارۍ سره سبا لس نیمو بجو ته کباړ سی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx