افغانستان

اشرف غني هم د منظور پښتين په نيول کېدو خواشيني ښکاره کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتين په نيول کېدو خواشيني ښکاره کړې او د پاکستان له حکومته يې غوښتي، چې نوموړی او د هغه ملګري خوشې کړي.

اشرف غني په خپل ټويټ کې ويلي، دی د منظور پښتين د نيول کېدو له امله غمجن دی او د بښنې نړيوال سازمان سره همغږی دی، چې بايد منظور پښتين او د هغه ملګري خوشې شي.

د ګډ حکومت مشر ويلي، سيمه له وړاندې له ظلمونو او تشدد څخه تنګه ده او بايد د سوله ييز غورځنګ سره شته ستونزې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل او فصل شي.

اشرف غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په افغانستان کې د ده تر واکمنۍ لاندې نږدې هره ورځ لسګونه ښځې او ماشومان او نور ملکي افغانان وژل کيږي، خو تر اوسه يې په دې اړه کوم ګام نه دی اخيستی.

د ټولنيزو شبکو يو شمېر فعالانو هم د اشرف غني پر ټويټ نيوکه کړې ده.

کابل مېشتي مدني فعال او ژورناليست شفيع اعظم په خپل ټويټر پيغام کې ويلي: «دلته پښتون وژني او هلته يې د زنداني پوښتنه کوي.»

د يادونې وړ ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين تېره شپه د پېښور تاکال سيمه کې نيول شوی او اوسمهال د پېښور په يوه تاڼه کې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ښځينه غړې ثنا اعجاز هم رسنيو ته ويلي، منظور پښتين له څو ملګرو سره نيول شوی، اوس مهال د پېښور پولیسو سره بندي دی او دوی ته ويل شوي، د ډيره اسماعيل خان پوليسو د هغه پر خلاف دوسيه رسمي کړې ده.

منظور پښتين وړمه شپه له شمشاد تلويزون سره له مرکې وروسته نيول شوی، خو برتانوي رسنيو د باروي سرچينو په حواله ليکلي، چې منظور پښتين څو ورځې وړاندې ډېره اسماعيل خان کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان اساسي قانون له منلو انکار کړی و او د هغه د نيول کېدو لامل هم دا دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران محسن دوړ، علي وزير او ثنا اعجاز وايي دوی د منظور پښتين د نيول کېدو په غبرګون کې سبا په ټول هېواد کې مظاهرې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx