نظــر

د مسلمانانو پریوتی حال

ډاکټر فاروق اعظم

په منمار(برما) کې حکومتي عسکرو اوه سوہ زرہ روهینګیايي مسلمانان قتل او په میلیونو نور یې ګاونډي ھیواد بنګلدیش ته په مهاجرت مجبور کړل.

په ټوله اسلامی دنیا کې هیچا ددغه مظلومو مسلمانانو بد حالت جدي ونه نیوہ.

د مسلمانانو حالت اوس داسې دی لکه د ځنګلي غوایانو پر یوه لویه ګله چې شرمښان ورسي؛

یو غوایي ورڅخه جلا کړي، نور غوایان له ویرې ځغلي او شاته نه ګوري. سبا پر بل غوایي ورحمله کړي؛ نور سراسیمه، حواس بایللي او رډ رډ ورته ګوري. هره ورځ د غوایانو همدا حال وي. ژوند یې دغسې په ویره، ناآرامۍ او غم تیریږي او هره ورځ د نورو ښکار او خوراک وي. د غوایانو غټ بدن او تیره ښکرونه د دوی په درد نه خوري؛ دا ځکه عقل نه لري او چې عقل نه لري نو اتفاق به پکې د کومه سي؟!

شرمښان او سپي هم د غوایانو په شان حیوانات دي. خو تر ھغو ډیر هوښیار دي او د ښکار لپاره اتفاق سره کوي.

بالاخره یوه اسلامي هیواد جرئت وکړ او دغه شرمښ ته یې ښکر سم کړ. تاسې به وایاست دا هیواد به سعودي عربستان وي چې د اسلام مرکز او حرمین هلته دي؟ نه، هغه چیرې!!

ایران به ښایاست چې د اسلام ټیکه دار ځان بولي؟! نه، هرګز نه!!

تاسې به فکر کوئ پاکستان چې ځان د اسلام کلا ګڼي ددغو مظلومانو ږغ پورته کړی وي؟! نه، هیڅکله نه.

ترکیه چې ځان د اسلامي نړۍ مشرۍ ته جوړوي، ښایي فکر وکړئ چی دغه شرمښ ته به یی ښکر ورښکاره کړی وي؟! نه، داسی نه ده.

افغانستان هم نه دی چې منمار ته به یې خپله سره سترګه ورښکاره کړې وي چا چی د اسلام په دفاع کې په دیرشو کالو کی د نړۍ دوو سترو طاقتونو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړیدي.

د برما د روهنګیایانو د مظلومیت ږغ داسې یو کوچني غریب مسلمان هیواد جګ کړ چې د نړۍ ډیر مسلمانان یې نه پيژني!!

دا هیواد ګمبیا دی، په افریقا کې پروت یو تر ټولو کوچنی هیواد چې لس زره کیولومترہ مربع مساحت او تر دوه ملیون لږ نفوس لري.

دغه ډیر کوچني، غریب او تور پوستي هیواد د هاګ نړیوالې محکمې ته عرض وکړ او د منمار (برما) پر حکومت یې رسما په هغه هیواد کې د حکومت لخوا د اقلیت مسلمانانو د قتل عام (جنوساید) دعوه قایمه کړه.

د حق دغه ږغ دومره عظیم او مهیب وو چې د برما مشره (آن سان سوچی) یې چې د سولی د نوبل جایزه یې اخیستې وه، محکمې ته راکش کړه. هغې په ۱۰ دسمبر ۲۰۱۹م کې په محکمه کې د خپل فوځ د کړنو دفاع وکړه خو ګمبیا یې په مقابل کې ودریده او د ټولې نړۍ بیدار وجدان یی پر هغې وخنداوه.

هغه تحقیر سوه او هغې ته د نوبل د جایزې پر ورکولو هم سؤالونه راپورته سول.

د محکمې ۱۷ قاضیانو په ۲۳ جنوری۲۰۲۰م په اتفاق حکم صادر کړ چې د منمار حکومت دې د نړیوال عدالت د تأمین په منظور په هغه هیواد کې د روهنګیانو زورول فورا بند کړي او د خپلو اجراأتو راپور دې په دوو میاشتو کې محکمې ته وړاندې کړي.

یوه کمیته د یو مسلمان قاضي په مشرۍ وټاکل سوه تر څو د محکمې دغه فیصله تعقیب کړي.
فاعتبروا یا اولوالاباب

فاروق اعظم
لندن
د جنورۍ ۲۷/ ۲۰۲۰ م

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

آیاتاسوفکرکړۍ دۍ چه نن ولی پرهغوچه ځانونه مسلمانان بولی ولی کفارقابض دی:ترکمه وخته چه دتابعینو(داصحابوکرامواوخلفاوو)حکومت ووبیله قرآنکریمه دبل دینی کتاب دویلواجازه نه وه یابه دغه غیرله قرآنکریمه دینی کتاب سوځول کیدۍ یابه په اوبوپریولل کیدۍ نن ټول مسجدونه مدرسی وګوره اول خوقرآنکریم په ترجمه نسته اوکه سته هم څوک یی نه وایی اوبی ترجمی قرآنونه فقط لکه طوطیا ن هسی په روانی یی وایی حال داچه له احکامویی ناخبره دی،ټول ملایان دقرآنکریم له احکاموناخبره دی ټول دوهابیانواوکادیانیانو(کمونسټ انګریزانو رانیولی ایجنټانو)لیکلی داسلام زید کتابونه وایی دالادالله رحم دۍ چه لاروزی راکوی – پرکعبه ټول کفارقابض دی ،الله په قرآنکریم کی فرمایی:څوک… نور لوستل »

عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

داسلامی دیانت اساس : دغلبی،شوکت ،فتح اوعزت په طلب ایښودل سوۍ دۍ – اومسلمانانوته امرسوۍ دۍ چه هرهغه قانون شاه ته وغورځوۍ چه ددوی دشریعت په خلاف وی اوهیڅ یوحکومت ته غاړه کښی نږدۍ چه ددوی دشریعت احکام نه اجراکوی اوعملی کوی – نوددغه دین پیروان په جهان کی لومړۍ حربی ملت وی اودحربی آلاتوپه اختراع اودعسکری علوموپه زدکړه کی ترهرچاوړاندی وی ـ اوسره له دی په تخنیکی ،کیمیاوی اونوروپرمخ تللوعلومو کی ماهروی اوڅوک چه په دی آیات کی غوروکی (تاسی تیارساتۍ ددوی دپاره خپل قوت اوتیارآسونه چه تاسووویروۍ په هغه سره دالله دښمنان اوخپل دښمنان اونورخلک ددوی نه علاوه-… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close