افغانستان

له غزني وروسته پکتيکا کې د ملي اردو چورلکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له غزني وروسته نن ماښام د پکتيکا مرکز ښرنې ته څېرمه د ملي اردو يوه چورلکه نسکوره شوې ده.

د پکتيکا ولایت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو د پکتيکا امنيتي سرچينو منلې، چې د طالبانو په برید کې د ملي اردو چورلکه نسکوره شوې ده.

طالبانو هم د چورلکې د نسکورولو مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، ښرنې ته څېرمه د ملي اردو يوه چورلکه نسکوره شوې او په کې سپاره ټول عسکر وژل شوي دي.

هغه په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې، چې نن له غرمې مخکې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې هم د امريکايي استخباراتو يوه چورلکه نسکوره شوې وه او ټوله سپرلۍ يې وژل شوې ده.

امريکايي چارواکي وايي، په غزني کې د نسکورې شوې الوتکې په تړاو يې څېړنې پيل کړي، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

طالبانو د دې پېښې مسؤوليت هم منلی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، د امريکايي استخباراتو الوتکه د غزني ده يک ولسوالۍ په سيدو خېلو کلي کې نسکوره شوې او ټوله سپرلۍ يې هم وژل شوې ده.

طالبانو رسنيو ته د نسکورې شوې الوتکې ويډيوګانې او انځورونه هم لېږلي دي.

د غزني ولايت وياند عارف نوري وايي، پېښه د طالبانو تر کنټرول لاندې ساحه کې شوې ده.

په لومړيو کې داسې رپوټونه خپاره شول، چې ياده الوتکه د اريانا هوايي شرکت ده، خو د اريانا هوايي شرکت ادارې دا رپوټونه رد کړل.

چارواکو لا هم په دې اړه رسنيو ته سپيناوی نه دی کړی، چې الوتکه د کوم هېواد ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عظیمی
میلمه
عظیمی

دا لوړ عکس په افغانستان کی نه دی اخستل شوی. به بل کوم عربی هیواد کی دا واقیعه شوی ده، یا خو درواغ دی
لطفاء سپیناوی دی وشی.

,mujahid
میلمه
,mujahid

نصر من الله وفتح القریب. ژباړه : کله جه د الله ج نصرت راشی فتحی یو دبل پسی نږدی نږدی وی. له هغه ورځی چه امریکایان د خوښی یا مجبوریت له مخی جوړ جاړی ته تن کیږدی طالب مجاهدین هم د قران د قوماندی له مخی څه ورته نه وایی دوی ارامه سا واخلی . مګر دا هیله یی وده وکړی [[ راځی طالبان د پرونو جهادی رهبرانو په شان په بیه رانیسو او لا به یی دوحشت په زیاتولو او ګرمولو وداروو ]] مجاهدین هم جهادی کړنو ته مخه کړی او د پخوا به شان یی کمیت او کیفیت… نور لوستل »

محمدظاهر حلیمی
میلمه
محمدظاهر حلیمی

ښکلی لیکنه دکړی په لاس دبرکت علمی سرمایه دسره له عمل داقیانوس بهرشه

عظیمی
میلمه
عظیمی

عکس بدل سوی دی او دا شاید د هغی سقوط شوی هیلیکوپټر وی. مننه د نن ویب پاڼی څخه

Back to top button
Close
Close