«کابل حکومت له هند غوښتي، چې خپل پوځونه افغانستان ته ولېږي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د «سي این بي سي» په نوم یوه تلویزون ادعا کړې، چې کابل حکومت له هند غوښتي، څو د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق له لاسلیک وړاندې خپل عسکر افغانستان ته ولېږي.

له یاد شوي تلویزون څخه په ننني خپاره شوي راپور کې راغلي، چې دغه غوښته د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» په خوله له هندي حکومت څخه شوې « تېره میاشت حمدالله محب ډهلي ته د خپل سفر په مهال، په پټه توګه له هندي چارواکو غوښتي؛ څو د طالبانو او امریکا تر منځ له هوکړې وړاندې، یوه ټولۍ عسکر افغانستان ته د سوله ساتو ځواکونو په رول کې راولېږي.»

راپور وړاندې زیاتوي « محب له هندي چارواکو غوښتي، څو د ځواکونو په لېږلو سره د امریکايي عسکرو انخلاء ته لار صافه کړي.»

سرچینه په کابل کې د یو شمېر ډيپلوماټیکو منابعو له قوله لیکي، چې کابل په دې تمه دی؛ څو د دواړو هیوادونو تر منځ د یو مشترک چوکاټ له رامنځته کېدو سره ملګري ملتونه ددې عسکرو راتګ ته لاره هواره کړي.

دغه خبرونه که څه هم د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» له لوري رد شوي؛ خو اندېښمنوونکي ځکه دي، چې په داسې یو حالت کې مخې ته راځې، چېرې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو له پیل سره هم مهاله له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو شونتیا تر بل هر وخت زیاته شوې او داسې تمې شته، چې ښايي د دواړو لورو تر منځ احتمالي توافق د امریکایي ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Adam Khan
میلمه
Adam Khan

India still has not forgotten Abdali and does not want to be in the hot water with Pattans
No India would not do something stupid

جميل
میلمه
جميل

يو وخت به مو ويل چی دا ذليله به له مشرک هندو هم مرسته وغواړی ، همداسی بريښيدل او همداسی وسول .
که هند دا وکړی(چی جرئت به يی ونکړی) ، ځنی بيده مسلمانان به راويښ کړی او ويښ به د غښتلی کلک اتحاد نوره مرسته تر لاسه کړی . الله تعالی ښه په پوهيږی ، هغه دی راپيښ کړی چی خير مو پکښی وی .

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د حالاتو له څارنی د هندی اشغال په اړه زما ارزونه: د کابل غلامه اداره به غلامی سربیره ناوړه او فاسده اداره هم ده. نه د هیواد او نه د بادارانو په غم کی دی د خپلو جیبو ډکولو او ځان ژغورنی په غم کی دی . د اشغالګرو په ناکامی کی چه څومره رول دوی لوبولی طالبانو به نه وی لوپولی. طبیعی ده چه د اشغال په تداوم ( چه د ډالرو بهیر ) پکی مطرح دی خوشاله او دا یی د ژوند لویه ارزون او هیله ده چه تر ابد دی د ډالرو بهیر یعنی د اشغال تداوم… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

ګوډاګیانو!
چی د ناټو او ملګرو یی په افغانستان کی ارامه ورځ ونه لیدله. تور لنګیان ته (۴۰۰) کاله مخکی احمد شاه بابا اسلامی او افغانی غیرت ور ښکاره کړی دی.