روغتیا

د فوټبال مینوال یاست؟ له دې ستر زیان یې ځان خبر کړئ!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د فوټبال لوبډله په نړۍ کې یو له خورا مشهورو او تر ټولو زیات مینوالو لرونکو سپورتونو څخه شمېرل کیږي او نږدې د هر عمر مینوال لري.

که تاسو هم د فوټبال مینوال یاست او د خپلې غوره لوبډلې په اړه جدي یاست نو طبي پوهان ستاسې لپاره د یو بد زیري خبر ورکوي.

په دې وروستیو کې یوه څیړنه ترسره شوې چې له مخې یې هغه وګړي کوم چې د فوټبال لوبې کتلو خورا زیاته لیوالتیا لري، او د خپلې لوبډلې په ګټه زیاته خوشالي او په ماتې یې ژور خپګان ښيي، په دوی کې د زیات ذهني فشار له کبله د زړه ناروغیو امکان زیاتیږي.

د برتانیې اکسفورډ پوهنتون وروستۍ څیړنې ښيي چې د فوټبال مینوال د خپلې لوبډلې د کتلو پرمهال د سخت ذهني فشار سره مخ کیږي، او دوی د زړه حملې له ګواښ سره مخ کولی شي.

Image result for football stress fans

څیړونکو د ۲۰۱۴م فوټبال نړیوال جام پرمهال هغه وخت یوه څیړنه وکړه چې د برازیل لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د جرمني لوبډلې څخه تاریخي ماتې وخوړه.

په دې څيړنه کې طبي پوهانو د برازیل لوبډلې مینوالو عمده ازموینې ترسره کړې چې د نیمه پایلوبې پرمهال په دوی کې د فشار هارمونونه خطرناکې کچې ته رسیدلي وو.

Image result for brazil vs germany 2014 semi final

طبي پوهان وایي چې د ذهني فشار کچه کې په ناڅاپي ډول زیاتوالی پر زړه غیر ضروري فشار راوړي، کوم چې کولی شي ستاسې د وینې فشار لوړ کړي او د زړه حملې لامل شي.

د لوبې لیدو پرمهال د ذهني فشار ډيروالي لامل دادی چې مینوال لوبه خورا په دقت او ژورتیا سره ګوري چې ددوی پر روحیه ژور اغیز کوي، د لوبې په جریان کې د پورته کېدو او ښکته کېدو پرمهال د وینې فشار په چټکۍ سره ښکته پورته کیږي کوم چې د بدن پر دفاعي سیستم هم اغیز کوي.

طبي پوهانو د فوټبال مینوالو ته لارښوونه کوي چې د امکان تر اندازې لوبه وګوري، او لوبه د لوبې تر حده پریږدي تر څو ددوی پر زړه او دماغو واکمنه نه شي.

باید وویل شي چې د نړۍ په شاوخوا کې بشپړ کال د فوټبال بېلا بېل تجارتي سیالۍ ترسره کیږي، چې په ملیاردونو مینوال لري، او دا تر دې اندازې اغیز لري چې د لوبې په ماتېدو ګڼ شمېر کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close