امریکا: غزني کې غورځېدلې الوتکه زموږ وه، په اړه یې څېړنې کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند «سوني لوګيټ» ومنله، چې په غزني کې د طالبانو له لوري ویشتل شوې الوتکه په دوی پورې اړه لري او دوی یې د سقوط د لامل په تړاو څېړنې کوي.

سوني لوګيټ تېره شپه ناوخته ناوخته په خپل ټویټر ولیکل « یوه جنګي امریکایي E11-A چورلکه نن په غزني کې راوغورځېده، موږ یې د لوېدلو د لامل په اړه څېړنې کوو؛ خو تر دې دمه هيڅ داسې نښې نشته، چې وښيي، دا الوتکه د طالبانو  له لوري ویشتل شوې.»

نوموړي ددې تر څنګ د پېښې په تړاو د نورو جزئیاتو د خپرولو ژمنه کړې؛ خو د طالبانو هغه ادعا یې بې اساسه بللې، چې ګواکي هغوی په دې وروستیو کې ډېرې الوتکې رانسکورې کړې.

یاده دې وي، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د یوې الوتکې د سقوط خبر ورکړل شو، په لومړیو کې یې په اړه ضد او نقیض راپورونه خپاره شول، افغان رسنیو او د ګډ حکومت د مشر دویم مرستیال «سرور دانش» په غزني کې راغورځېدلې الوتکه ملکي مسافر وړونکې او د اریانا افغان هوایي شرکت اړوند وبلله؛ خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره رسما د الوتکې د ویشتلو مسئولیت ومانه او ویشتل شوې الوتکه یې د امریکایي استخباراتو اړوند یاده کړه.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د سقوط کېدونکو الوتکو په شمېر کې حیرانوونکی زیاتوالی  راغلی، یوازې تېره ورځ په غزني سربېره د پکتیا ولایت په ښرنه کې هم د ملي اردو یوه چورلکه د طالبانو په لاس سقوط او پکې سپاره ټول کسان وژل شوي.

په ورته وخت کې یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې ښايي طالبانو په دې وروستیو کې د الوتکو ضد نوې وسلې تر لاسه کړې وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د کابل د غلامانو او بادارانو د زمکی ټانکونه او نظامی مهمات خو پریږده چه وایی ټانک وسوځید او ټوټی ټوټی شو خو سباره عسکرو ته پکی تلفات نه دی رسیدلی او که د انکار د پاره شرایطو اماده وی د بی سواده او غریبو عسکرو د مورال د رالویدو د مخنیوی د پاره بالکل انکار کوی له دی ویری چه نور عسکر به څرنګه استخدام او دا اوسنی به هم یو د بل پسی له دندو لاس په سر او حتی امکان لری طالبانو سره یوځای شی. دا هم خیر ، د الوتکو په رالویدو کی وایی :۱ ـ… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

اصلی خبره داده چی طالب او حکومت غوندی غلامان یی جنگ تود ساتی نو ولی وزی؟ هسی خپل مزی او میلی کوی؟ طالب او حکومت دی سره وژنی! داشغالگرو د کوره سه کمیژی؟ اصل کی دواره د امریکی دوشمنان دی خپلو کی یو بل سره خوره پنجاب دی ننداره کوی.