افغانستان

پاکستان: د منظور پشتین په اړه د اشرف غني څرګندونې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل):  وروسته له هغه، چې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر «منظور پشتین» په نیولو خواشیني څرګنده کړه، هغه یې د بشري حقوقو فعال یاد کړ او د ژر خوشي کولو غږ یې وکړ؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت يې په غبرګون کې دنوموړي څرګندونې اندېښمنوونکي یادې کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستان د اشرف غني ټویټونو اندېښمن کړی او دا ګام د خپل هیواد په چارو کې ښکاره لاسوهنه بولي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ټینګار شوی، چې پاکستان له افغانستان سره د نه لاسوهنې په اصولو ولاړې اړیکې غواړي او په دې تمه دی، چې دا هیواد به ورسره د سولې او ثبات په څېر په ګډو هدفونو کار وکړي.47

منظور پشتین، چې په پاکستان کې د پښتنو لپاره د حقوقو د غوښتنې تر نامه لاندې فعالیت کوي، په دې وروستیو کې یې ګڼ شمېر پلویان جلب کړي او د پاکستان په مختلفو سیمو کې یې پراخ لاریونونه او جلسې کړې.

نوموړی تېره شپه شاوخوا دوه بجې په پېښور کې د پاکستاني پولیسو له لوري په پېښور کې له خپلو شپږو ملګرو سره یو ځای ونیول شو.

د پاکستاني پولیسو له قوله، منظور پښتین په خپلو ویناوو کې د هیواد ضد څرګندونې کړې او په ډېره اسماعیل خان کې قضیه ورباندې ثبت شوې.

د پي ټي ایم غورځنګ مرکزي کمېټې د نوموړي د نیولو په غبرګون کې نن ورځ «سه شنبه» په ټوله سیمه او نړۍ کې د سوله ییزو لاریونونو غږ کړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

اشرف غنی چه ټول هیواد او ټول پشتانه د امریکایانو د پاره نه یواځی یرغمل نیولی په زرونو بندیان وا لچک زولانه لمر نه ګوری د شکنجو لاندی په شاهدښت رسیږی ، شپنیزو عملیاتو کی نه یواځی نارینه پشتانه وژنی میرمنی یی بی عفته او د کور هر څه یی لوټ او کور یی کنډواله کوی او په همدغه چاپلوسیو یی د امریکایانو ووټونه بیا ترلاسه او د بنځو نورو کلو د پاره به څو زره یا څو لکه بی ګناه او بیدفاع افغانان وژنی ځان ته نه وایی چه د یو څو ډالرو او چوکی د پاره خپل اولس… نور لوستل »

عبدالله

مجاهده! توره تبی نیولی یی زکه د تور پنجاب د ظلم او استبداد راتلونکی وران شکاری. تقریبا دا ۷۰ زره پشتانه چی وژل شوی او ژوندی ورک دی دا ظلم ولی نه وینی. اشرف غنی که غلام دی که ازاد خو افرین د نر بچی دی چی په نره یی د پشتین ننگه وکره، ستا باداران چی قطر کی د خلیلزاد سره کبابونه وهی ولی خاموش دی؟

اجمل

د اشرف غنی کور اباد تر وس او توانه یی خپله چغه چګه کړه، په قطر کی هم کسان ځانو ته پښتانه وایی هغوی څه بیانیه ورکړې؟

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close