افغانستان

د بشري حقونو خپلواک کميسيون: په هوايي بریدونو کې د ملکيانو مرګ ژوبله زياته شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسيون ويلي، په هوايي بریدونو کې د ملکيانو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

د بشري حقونو کميسيون له لوري په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي، چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې د هوايي بریدونو پر مهال ۴۸۵ ملکيان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپيان دي.

د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مرستيال نعیم نظري ويلي: «هېڅ ملکي وګړی بايد د وسله والو عملياتو پر مهال په نښه نه شي، خو متأسفانه موږ ګورو، چې د هوايي بریدونو له امله د ملکيانو مرګ ژوبله زياته شوې او دا کار د منلو وړ نه دی.»

کميسيون وايي، امنيتي بنسټونه د عملياتو پر مهال د ملکيانو خونديتوب ته پاملرنه نه کوي.

د بشري حقونو کميسيون دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې وړمه شپه هم دولتي عسکرو په بلخ کې د يوې کورنۍ اووه تنه ملکي وګړي وژلي وو.

د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ هم په روانو جګړو او عملياتو کې د ملکيانو په مرګ ژوبلې خواشيني ښودلې او وايي، چې حکومت د ملکي وګړو خونديتوب په اړه پر خپله ژمنه عمل نه کوي.

د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ مشر عزيز احمد تسل ويلي، که د ملکيانو مرګ ژوبله صفر ته نه راښکته کيږي، بايد لږ تر لږه تر ډېره بریده راکمه شي، خو حکومت په دې اړه خپل مسؤوليت نه ادا کوي.

د پوځي چارو شنونکی متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل وايي، د دولتي عسکرو له لوري د ملکيانو په نښه کول د حکومت د کمزورۍ نښه ده او دې سره د حکومت او ولس ترمنځ شته واټن نور هم زياتيږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close