پښتون ژغورنې غورځنګ نن د پراخو لاريونونو اعلان کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان پارلمان کې د وزيرستان د خلکو استازي محسن دوړ ويلي، د غورځنګ د مشر منظور پښتين د نيول کېدو په غبرګون کې به نن په ټول پاکستان او نورو هېوادونو کې قوي لاريونونه وکړي.

ښاغلي دوړ ويلي، د نړۍ په هر هېواد او ښار کې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي موجود دي، نن به خپل لاريونونه وکړي او د پاکستان په شمول ټولې نړۍ ته به روښانه شي، چې د پاکستان حکومت په خپل هېواد کې له سوله ييزو سياسي فعالانو سره ناوړه چلند کوي.

منظور پښتين وړمه شپه د پېښور له تاکال سيمې له خپلو شپږو ملګرو سره نيول شوی دی.

د پېښور پوليس وايي، نوموړی يې د ډېره اسماعيل خان د پوليسو په غوښتنه نيولی دی.

د پولیسو په وينا منظور پښتين څو ورځې وړاندې ډېره اسماعيل خان کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان اساسي قانون له منلو انکار کړی و او د هغه د نيول کېدو لامل هم دا دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د منظور پښتين له نيول کېدو وروسته په ټانک سيمه کې د دوی دوه نور غړي ډاکټر سيد عالم مسيد او افضل ايډوکيټ هم نيول شوي دي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني، د هغه ټاکنيز مرستيال او د پخوانۍ شمال ټلوالې غړي امرالله صالح، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د منظور پښتين په نيول کېدو خواشيني ښکاره کړې او د هغه د خوشې کولو غوښتنه يې کړې ده.

خو پاکستان وايي، د منظور پښتين په تړاو د اشرف غني څرګندونې د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
11 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د پشتون ژغورنی غورځنګ د نشنل عوامی الحادی ګوند بل مخ دی لکه سکه چه دوه مخونه لری. کله چه اشغالګرو زمونږ په ګران هیواد د اشغالولو او غصبولو د پاره برید وکړو هدف یی یا برید یی یواخی افغانستان نه بلکه پاکستان هم وو یعنی د پاکستان فعال مسلمانان هم وځپی او پاکستان کی غلام چارواکی یی په ارامه د اروپایانو د پاره خپل خلګ استثمار او غلامان کړی . د همدی امله یی مخکی له مخکی غلام نواز شریف لیری او غلام جنرال مشرف ته یی تاج به سر او الحادی نشنل پارټی ته یی د صوبه سرحد… نور لوستل »

عبد الله
میلمه
عبد الله

بیانزیه اوس دی خپل اصلی هویت او مفکوره معلومه کرل. دا یی استاد دا یی لوستی! تاسو به نن سخته توره تبه وی زکه پشتانه د ویشیدو په حال کی دی. ته خو د طالب ظلم او زانمرګی ته چی په مسجد کی کوی هم جهاد وایی! د تور پنجاب ظلم درته ظلم نه شکاری! عجیب قضاوت! چی واقعیت سی ما خپله په مفکوروی لحاظ دی نشنل عوامی ګوند مشرانو سره جوره نه ده خو دا حرکت د سوی زرګیو اوازونه زمزمه کوی چی د تور پنجاب استبداد د رنګیدو د پیلامی زیری دی زان سره لری.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

عبدالله صاحب سلامونه مو ومنی
تاسی چه زمونږ نوم په سپکه یاد کړی هغه ستاسی د شخصیت څارنه کوی همدومره بس دی مونږ اوس هم دانسانی کرامیت له مخی درناوی لرو

مونږ چه څه لیکلی یعنی په اصلی موضع دلایل ولیکی د ډیورند د خیالی کرشی هغه او دی غاړه غلامان خو به خامخا ستا په شان د پشتنو د تباهی غورځنګ په اړه هغه او دغه وایی ښه به دا وی چه مونږ څه لیکلی هغه رد یا تایید کړی او د رد او تایید د پاره یی معقول نقلی او عقلی دلایل وړاندی کړی مننه

عبدالله
میلمه
عبدالله

بیانزی صاحب سلامونه، انسانی کرامت یوازی په دی نه دی چی ماته عبدالله صاحب ووایی! خو د طالب زانمرگی چی په مسجد کی کیژی او بی گناه عام خلگ شهیدوی جهاد یادوی او یا هم د تور پنجابی فوج ظلمونه ددرته غزا شکاری. عقلی دلایل لکی لری! چی د امریکی قتل او قتال ظلم وایی خو د تور پنجابی ظلمونه درته هیخ شکاری؟ ایا طالب یا پنجاب ته روا ده چی بی گناه خلگ په بازار یا مکتب او یا هم مسجد کی د خدای تعالی پر عبادت شهیدان کری؟ د پشتین مبارزه که د توکمیز او ژبنیز اصل باندی… نور لوستل »

عبد الله
میلمه
عبد الله

بیانزیه، مجاهده، جمیله، پتنګه، معصومه او امثالهم! تاسو ولی د باتور منظور پشتون په ننګه سه نه وایاست؟ دی اروند خپل دریز روشانه کری! ایا دا اویا زره پشتانه چی تور پنجاب ورک کری ظلم نه درته شکاری؟ اشرف غنی غلام بولی خو د نر بچی په نره په پاکستان اور بل کر خو تاسو خوله چوپ نیولی، ولی؟

جميل
میلمه
جميل

عبدالله !
دمحترم نيازی صاحب تبصره يو واری بيا ولولی ګوندی يوڅه په پوه سی ، خو که د پوهی سر او استعداد ولری .

عبدالله
میلمه
عبدالله

بیانزی په حال افسوس چی د خپل ملت راویشیدل او مبارزه ورته د انگریز دسیسه شکاری او د پنجاب ظلم او وحشت او د طالب زانمرگی چی بی گناه په مساجدو کی شهیدوی ورته جهاد شکاری. افسوس ددی د پوهنتون د استاد پر قضاوت او تحلیل!
بله داچی خپل نظر دی اظهار کره !د پنجاب پر ظلم سه وایی؟ چا ستا د مسلمان پشتنو پر ناموس تیری کوی، وژنی یی، د امریکی لپاره یی په تروریست معرفی کوی، کورونه او مکتبونه یی ور ورانوی، ماشومان یی وژنی، تعلیم خخه یی بی برخه کوی، ددوی پردی ظلم سه نظر لری؟

عبدالله
میلمه
عبدالله

جمیل جانه! د نیازی صاحب تبصیره داسی کله او ککری غواری چی د دالو په خورلو یی رشد کری وی او د طاهر اشرفی، کرنیل امام، حمیدگل، جنرال اختر، بابر او نوازشریف فکری مکتب تابع وی. دا دول تبصیری، تعویذونه او مداری وخت اوس ختم شو بیغمه اوسه. د مظلوم ولس ازار اوس درپسی دی ان شاءالله.

غوربندي
میلمه
غوربندي

عبدالله زما نوم مو هېر شوی دی که څنګه تا خپله تاييد کړې چې اويا زره پښتانه د پنجابي اسټبليشمنټ له خوا تري تم شوي دي! نو تا او خدای چې ددې ورکو پوښتنه په تکه سره ټوپی او د ملحدو نشنليانو په اصطلاح په بې تاوه حرکتونو سره ممکن دي؟؟؟؟ که مو منافقت کړنلاره نه وي نو له ما سره د نن ټکي اسيا د ټولو لوستونکو او مينه والو تر مخ په همدې تړاو بحث وکړی. تر څو چې په افغانستان کې خپلواک او د پښتنو په قيادت کې مستحکم حکومت رامنځ ته شوی نه وي په پښتونخوا… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

غوربندیه! وبخشه چی ستا نوم می هیر وو بلی ته هم د بیانز جمیل او امثالهم یار یی. تا راته قسم پیش کر زه به هم درته د الله تعالی په ذات قسم وکم چی سه می په زره کی دی درته بیان کرم. اول: ما دیر کلونه مخکی په پشاور نیورستی کی درس لوست نو د هعه منطقی او کویته کی د پشتنو سره یوه اندازه بلد یم، د پشتنو یو تعداد مشرانو سره لکه د پاچاخان پلوو سره سخت فکری اختلاف لرم زکه هغوی کی یو تعداد نیشلست او دیر پست او خرس سوی انسانان دی. بله داچی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

عبدالله صاحب ستاسو له پورته څرګندونو سره موافق يم په بل عبارت زما او ستا تر منځ د اختلاف ټکی اصلا نه ليدل کيژي. هو تاسو له ملي او اسلامي مبارزينو يا په بل عبارت طالبانو کرامو يا په اصل عبارت غوڅ اکثريت وولسي مقاومت په اړه د خدای خبر څه له مخې عقده من دريځ نيولی،، هيله ده په خپل دې دريځ بيا کتنه وکړی،، طالبانو د منظور پښتين په ملاتړ که څرګندونې نه کوي نو د هغوی غندنه يا مخالفت يې هم نه دی کړی، همدا کافي ده،، خدای تعالی وکړي هغوی هم د طالبانو په وړاندې استعمال… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

ته منطق نه وایی ته تور لگوی، تهمت وایی. بله داچی د په پاکستان کی د افغان جنگ لپاره چی زانمرگی روزی دا سوک دی؟ کرنیل امام او بابر د افعانستان خلگ سومره تباهکرل؟ دا اوه گونده چی چا جور کرل؟ زموژ د پلونو او مکتبونو د ورانی کتبی پلانونه دوی دوی تطبیق نه کرل، ملا عبدالسلام صیعف خلطه په سر پر امریکا چا خرس کر؟ دا اوس د ماینونو جورولو فابریکی چیرته دی؟ تاسو ولی عقل په کار نه اچوی؟

مجاهد
میلمه
مجاهد

عبدالله جانه سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ! دا چه نوم دی اسلامی او ځان ته افغان وایاست زمونږ ورور او د سترګو تور یاست. پشتو کی متل دی وایی [ خبره سمه شروع مګر اخره یی کږه کړی ) که ستاسی کوچنی ټاټوبی څوک په زور اشغال کړی میرمنی مو بی عفته او یو شمیر نارینه مو چه دفاع کوی وژنی او یو شمیر بی ضمیره ورسره په اشغال کی لاسته اړونه لری او په لاسته راوړنو کی ورسره سهم یا معاشونه لری او هماغه ستا بی ضمیره ورونو ته ستا د مدافع ورونو د وژلو د پاره ډالر… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

مجاهد صاحب سلامونه، خلاصه جواب: اشغال منم، سخت وحشت دی اشغالگرو راباندی وکر او ادامه لری او دی ظالمانو سره مبارزه او جهاد په کار دی خو ددطالب جان رقم جهاد نه. ایا په مسجد کی زانمرگی کول روا دی چی بی گناه خلگ پکشی شهید شی؟ ایا ستا وجدان دا قبلوی چی په زانمرگو کی د خلگو خویندی بی عزتی په په لارو بازارونو کی مرگونی حالت کی پرتی وی؟ ستا ضمیر دامنی چی په یو زانمرگی کی ۵۰، ، ۶۰ او ۷۰ نفره عام بیگناه وگری شهیدان او ستا ورینداری او خویندی شهیدانی شی؟ موز جهاد منو فرض… نور لوستل »