افغانستان

امریکا تېر کال پر افغانستان باندې په منځني ډول  هره ورځ «۲۱» بمونه غورځولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د هوایي ځواک مرکز وایي، تېر میلادي کال کې یې پر افغانستان باندې  ۷۴۲۳ بمونه غورځولي.

سټار اینډ سټرایف امریکایي ورځپاڼه د امریکا د هوايي ځواک د ادارې له قوله لیکي، چې متحده ایالاتو په ۲۰۱۹ میلادي کال کې پر افغانستان باندې ټولټال ۷۴۲۳ بمونه غورځولي، چې له مخې یې هره ورځ په منځني ډول ۲۱ بمونه د افغانستان په خاوره غورځول شوي.

د ورځپاڼې په قول، دا په یوه کال کې د بمونو تر ټولو لوړه شمېره ده، چې امریکایي ځواکونه یې د افغانستان په خاوره غورځوي، تر دې وړاندې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۷۳۶۲ بمونه اچول شوي وو.

په ورته وخت کې د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون وایي،  په هوایي بریدونو کې ملکیانو ته د اوښتونکو تلفات کچه زیاته شوي.

ددې لړۍ وروستۍ رسنیزه شوې پېښه په «بلخ» ولایت کې منځته راغلې، چېرې چې درې ورځې د امریکایانو هوایي برید د یوې کورنۍ اووه غړي ووژل.

یاده دې وي، چې بهرنیان داسې مهال په افغانستان کې د بمونو اورولو ریکارډ جوړوي، چې په قطر کې یې له طالبانو سره روان مذاکرات توافق ته رسېدونکي ښکاري او دوی په بیا، بیا له هغوی غوښتنه کوي؛ څو تاوتریخوالی او د خپلو حملو شدت کم کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

بمونه یی د همدی د پاره جوړ کړی چه څه خپله وروی ، څه د اسلامی نړی غلامانو ته ورکوی چه مظلوم او بیدفاع مسلمانان پری په شهادت ورسوی او میدیا کی یی دنسانانو او مسلمانانو به ځای دهشتګری نړیوالو ته وروپیژنی چه مونږ دومره او دومره دهشتګری وژلی . دا خو یی د هوایی بمبارد حقوق بشریت دی ، دا چه زمینی څومره خلک په ټانکو او ټوبو وژنی ، څومره په زندانو او څومره په نشه توکو وزنی او څومره په قومی او داسی نورو دشمنیو وژنی ، څومره د ښځو او اختطافو په وژلو په بشری حقوقو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close