د سعودي د بهرنيو چارو وزير: اسرائيل سعودي د تلو اجازه نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د سعودي د بهرنيو چارو وزير فیصل بن فرحان ويلي، اسرائیلي اتباع سعودي عربستان ته د ورتلو اجازه نه لري.

فیصل بن فرحان د امريکا سي ان ان تلويزون ته ويلي: زموږ سياست او سټراټيژي ثابته ده، له اسرائيلو سره هېڅ اړيکې نه لرو او د اسرائيلو پاسپورټ لرونکي خلک سعودي ته د تلو اجازه نه لري.

نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې وړمه ورځ د اسرائيلو د کورنيو چارو وزير ارييه درعي د يوه فرمان په خپرولو اسرائيلي اتباعو ته اجازه ورکړې وه، چې تر دې وروسته سعودي ته د سوداګريزو او ديني موخو لپاره سفر کولی شي.

د اسرائيلو د کورنيو چارو وزير خپلو اتباعو او ټولو يهودو ته سعودي ته د سفر اجازه وروسته تر هغه ورکړې، چې د اسرائيلي دولت له پيدايښت راهيسې خپلو اتباعو ته د سعودي د سفر اجازه نه ورکوله او سعودي يې د يوه دښمن دولت په توګه پيژانده.

د کورنيو چارو وزارت وايي، دا فرمان يې د ملي امنيت شورا، استخباراتو، بهرنيو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو په مشوره خپور کړی دی.

تر دې وړاندې ۴۸ فلسطينيان هم د اردن حکومت په غوښتنه د اسرائيلو په پاسپورټ د عمرې او حج لپاره سعودي ته تللي دي.

په دې فرمان کې راغلي، چې اسرائيلي اتباع او يهود کولی شي، په سعودي کې په سوداګريزو او اقتصادي غونډو کې له سعودي چارواکو او عربانو سره ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې راکړې ورکړې او پانګونې په اړه بحثونه وکړي.

خو د سعودي د بهرنيو چارو وزير ويلي، له اسرائيلو سره د دوه اړخيزو ډيپلوماټيکو اړيکو په اړه به هر څه پر ميز روښانه وي، خو دا هم د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولې له تړون وروسته ممکن ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

سعودی د تاسیس له وخته د انګریزانو به واسطه جوړ او استخبارات یی د انګریزانو ( امریکایانو او اسراییلو له خوا تمویل او قومانده ورکول کیږی د سعودی پاچاهی د انګریزانو او اسراییلو په استخباراتو تکیه لری حتی کعبه او مدینی منوری حرمینو کی د اسراییلو د استخباراتو لوړبوړی ( چه د هغو مساجدو امامانو یا واکداری عملیی ورسره تصویرونه ویستلی په داسی حال کی چه حرمینو ته د کفارو تلل حرام او ممنوع دی چه حرمینو ته ویزه ورکوی ریاش ته به ویزی ولی نه ورکوی ټرمپ چه بیت المقدس ته خپل سفارت نقل یعنی هغه یی د نزدی… نور لوستل »