افغانستان

خلیلزاد بروسل کې له ناټو او امریکایي چارواکو سره لیدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په بروکسل کې د ناټو لپاره د امریکا له استازې «هچیسن» او په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو له عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» سره لیدلي.

هچیشن په دې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « د ناټو متحدین د افغانستان د جګړې پای ته رسولو ته ژمن دي او تر څنګ يې غواړي، دا یقیني کړي، چې بیا به د افغانستان له خاورې تهدید نه پېښېږي.»

د نوموړې له قوله، دوی غواړي داسې شرایط برابر کړي؛ څو افغانان د یوې دوامداره سولې د لاسته راوړو په موخه مذاکراتو ته راټول شي.

خلیلزاد داسې مهال په بروکسل کې له لوړپوړو امریکايي او ناټو چارواکو سره ګوري، چې طالب او امریکایي مذاکراتي ټیمونه په قطر کې په مذاکراتو اخته دي.

تردې وړاندې داسې تمې وې، چې ښايي د روانې میلادي میاشتې تر پایه د دواړو لورو  تر منځ توافق لاسلیک شي.

په ورته وخت کې طالبانو له امریکا غوښتي، څو په مذاکراتو کې په داسې موضوعاتو باندې له بحث ډډه وکړي، چې د طالبانو په خبره، په دوی پورې اړه نلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x