شعـــــرونه

د انقلاب درسونه؛ مسلميار افغان

مسلميار افغان 

مونږه ویلي ماشومتوب کې د ثواب درسونه
ځکه خو گورو همېشه د انقلاب درسونه

مونږه دا ښکلي، یارانه او مینه نه پیژنو
مونږ کله لوستي نه دي دا او ددې باب درسونه

مونږ افغانانو تل ازاد ژوند پسې سر خوړلی
مونږته واره نه کوي نوره د بل آب درسونه

له مدرسې له معسکره تر سنگره پورې
په هر درشل مو دي پرې ایښي ښه کامیاب درسونه

د ټیټ سترگۍ او سرکوزۍ سره تضاد لرو مونږ
غیرت مو نه مني دا شوم او دا خراب درسونه

مسلم یارڅه چې یې اروا ورسره عهد کړی
ځکه ترې پاتې د کرې او اسطرلاب درسونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x