نظــر

د پښتون ږغورنې غورځنګ مشران، د سوله ایزې مبارزې قربانیان!

دوکتور م،عثمان تره کي 

نن د پاکستان استخبارات د پښتون وږنې د تیر سیاست په څیر د پښتون ږغورنې غورځنګ ( پ، ږ، غ ) مشر منظور پښتین د یووالې او عدالت غوښتنې او سوله ایزې مبارزې په جرم جیل ته یووړ. که د پاکستاني چارواکو د ډغه اقدام موخه په پاکستان کې د امن راوستل وي، په داګه ویلي شو چه پاکستانې سیاستوال ( په واقعیت کې پوځ او استخبارات) په ناسم لار راروان دي: نن غورځنګ د نړي په کچه، د پښتنو د حقونو په یوه پیاوړې، پراخ او نه ماتیدونکې مدافع په توګه پیږندل شوې دي. د ( پ، ږ، غ ) په وړاندې خشونت کارول الزاماَ په توله نړي کې د غورځنګ د سوله ایزې داعیې د ملاتړ لمنه پراخوي. د غورځنګ حق غوښتنې نړیوال باور تر لاسه کوي او له دېنه پرته پاکستان ته د خطر نه دکې پایلې دا به وي چه بلې لورې ته هم خشونت خوا ته لمسوي.

( پ، ږ، غ ) د مبارزاتو په ترڅ کې د افغانانو- پښتنو په منځ د اوسني ناورین علت العلل بی اتفاقي ګنلې چه دشمن په کې د کلونو راهیسې د یو منظم پلان له مخې سیاسې پانګه اچونه کړیده. یووالې د ( پ، ږ، غ ) مرکزي شعار وو. د غورځنګ له انډه د قام یووالې، ( پ، ږ، غ ) په یو تولنیز ځواک بدلوي چه اجباراً باید په سیاسي تعاملاتو کې ورباندې حساب وشي. پرته د افغانانو- پښتنو یعنې د شل کلنه جګړې د کړیدلو ولسونو د یووالې نه پیاوړې ځواک نشو جوړیداي. بناَ د یو تولنیز قوت په نښتوالې کې، د حق او عدالت تأمین له ستونزو سره مخ کیږي.

په افغانستان کې د نړیوال نظامي ائتلاف د وسلې او پیسې په زور، پاکستان د ډیورند په دواړو خواو کې د پښتون وږنې د ماستر پلان په تطبیق کې مرکزي ونده درلود.

پاکستان تل د پښتنو په منځ کي یووالې ځانته د خطر سیګنال په بنه کتل : پښتانه په تروریست، طالب، بنست پال، قام پال او نشنلیست ویښل او نهایتاً د پښتون په زړه کې اخزن تار غزولو ته د ویښلو د یو دقیق پلان په توګه پام اړول.

خو په ډاګه ویلي شو چه پاکستاني واکمنان کولي شي چه د ( پ، ږ، غ ) مشران په بند کې وساتي او ویې وږني، خو کله چه د یووالې او عدالت غوښتنې چیغه د ولس په مقدسه داعیه بدله شي غلې کول یې ساده نه ښکاري.

څو ورځې مخکې د پاکستان سفیر په دیره بې شرمي د دیپلوماتیک ضوابطو خلاف په کابل کې د یو تنظیم د مشر سره لیدنه وکړه. خو پاکستاني کاواکو چارواکو په کابل کې یو شخصي تلویزیون ته دا حق نه ورکوي چه د منظور پښتین د یووالې او عدالت چیغه اوچت کړي.

پاکستان په سیمه کې د جنجال او کړکیچ د تولید زاله، پدغسې حالاتو کې غورځنګ تر برید لاندې ونیول چه ګاوندي هیواد افغانستان د جګړه په اور کې سوزي او د لاسپوسې او کمزورې حکومت واک د لاشخورانو په قبضه کې ده.

هیله لرو چه پاکستاني واکداران په سیمه کې د جګړې د پراخیدو مخه ونیسي. د اور سره لوبې ته د پاي تکې کیږدي او هر څومره ږر د غورځنګ مشران خوشې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
ما هم په خپل وار سره خپل نفرت کرکه عملا جرمنی برلین ښار کی همدا ڼن د پاکستان سفارت مخ ته اظهار کړه،
د پښتین فورا ازادی غوښتنه مو وکړه.او د پښتنو وژنو ورکیدلو توقف مو له پنجاب څخه وغوښت.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx