بغلان: طالبانو امنيتي حوزه نيولې او ۱۷ پوليس يې وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار په دوهمه امنيتي حوزه بريد کړی دی او نيولې يې ده چې په نتيجه کې يې د يو قومندان په ګډون ۱۷ پوليس وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه يې د بغلان ولايت مرکز پلخمري ښار اړوند الوان سيمې په په دوهمه امنيتي حوزه بريد کړی دی او حوزه يې نيولې ده.

مجاهد وايي چې په دغه بريد کې د قومندان فريد اندرابي په ګډن ۱۷ پوليس وژل شوي او يو بل ژوندی نيول شوی دی.

نوموړی زياتوي چې په دغه بريد کې طالبانو دوه ټانګونه او يو شمير سپکې او درنې وسلې او نظامي توکي هم نيولي دي.

د بغلان ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې طالبانو د تخار ولايت په نمک اب ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو درې قرارګاوې او پنځه پوستې نيولې وې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د