روغتیا

یو یې د پښو ګوتو پر سر په زینو پورته ختل دي، د عمر اوږدولو «۹» لارښوونې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د متخصصینو یوې ډلې د ځینو لارښوونو سپارښتنه کړې چې د عمر په اوږدولو کې مرسته کوي، د بیلګې په ډول د پښو ګوتو په سر په زینو پورته کېدل او شنې میوې خوړل.

د روسیې (FBI) ورځپاڼې په یوه خپور شوي راپور کې د ډاکټرې تاتیانا لخوا هغه لارښوونې په ګوته شوي چې د عمر په اوږدولو کې مو مرسته کوي، دغه لارښوونې په لاندې ډول دي:

شنې کیلې خوړل

شنې کیلې د پروبیوتیکونو (Probiotics) ښه سرچینه ده او د طبي پوهانو په وینا د کولمو روغتیا ته ګټه رسوي، پروبیوتیوک او فایبر په کولمو کې ګټورې باکتریاوې تغذیه کوي کوم چې د کولمو سالمې ساتلو کې مرسته کوي.

د پښو ګوتو په سر په زینو پورته کېدل

د پښو ګوتو په سر په زینو پورته کېدل د پښو یا پونډیو غړي پياوړي کوي، د پښو نرمښت کموي او د بدن ملاتړ کوي کوم چې د ملا پټو او بندونو، د ښنګرکو یا ټيټکیو او د ورنونو پورته برخه هډوکي دردونه او التهاب له منځه وړي.

د غاښونو بورس کولو پرمهال په یوه پښه دریدل

پوهان د غاښونو بورس کولو پرمهال پر یوه پښه د دریدلو سپارښتنه کوي، طبي پوهان وایي، «د کمې مودې لپاره په یوه پښه دریدل لکه د غاښونو پاکولو پرمهال، د بدن غړي او هډوکو ته وده ورکوي کوم چې د عمر په تیریدو سره اغیزمن کیږي.

منزل ته له رسیدو وړاندې له موټر څخه ښکته کېدل

د یاد راپور لیکواله یادونه کوي چې منزل ته له رسیدو وړاندې له موټر څخه ښکته کېدل او کار ځای ته پيدل یا په سایکل تګ کول د زړه حملې خطر کموي، په دې اړه پوهانو د ۴۳ ملیونه کسانو څيړنه کړې چې عمرونه یې د ۲۵ او ۷۴ کلونو ترمنځ وو، دوی وموندله په هغو وګړو کې د زړه حملې پېښې کمې ثبت شوي کوم ځای کې چې د سایکل یا پيدل تګ راتګ عادت ګرځېدلی و، په ورته وخت کې منظم تمرین کول د زړه د غړو فعالیت ښه کوي او په ټول بدن کې وینه په سمه توګه پمپ کوي.

ډير ځان مه ستړی کوئ

پوهان مشوره ورکوي چې له زیاتې ستړیا ځان وساتئ او له اندازې زیات تمرین ونکړئ، ځکه چې دا کولی شي پر بدن اضافي فشار راوړي او د سختو پایلو لامل شي، ځينې سخت تمرینونه لکه (Ultra marathon) یعنې د اوږدې مودې او اضافي فاصلې لپاره منډه وهل، (دا تمرین ۴۲ کلیو میتره فاصله لري)، ممکن د هغو وګړو لپاره چې د زړه رنځ څخه کړیږي زیان ورسوي، دغه راز یوې څیړنې څرګنده کړې چې په ځینو مواردو کې خورا سخت تمرین کولی شي د زړه ټکان غیر منظم کړي.

هره ورځ شین یا تور چای څښل

د پوهانو په وینا، د زړه پر روغتیا د شین یا تور چای څښلو د مثبتې اغیزو له امله د زړه ناروغۍ خطر په هغو وګړو کې کم لیدل کیږي چې هره ورځ لږ تر لږه یوه پياله شین یا تور چای څښي، دغه ډول څښاک د سالم ژوند یوه نښه ده، په ځانګړي ډول دا په لوړه کچه د اکسایډ ضد ماده لري کوم چې په حجرو سالمو ساتلو کې مرسته کوي.

په لوړه کچه شنه سبزي او شنې میوې خوړل

پوهان وایي چې شنه سبزیجات او میوې لکه بانجان، شفتالو، شنه انګور یا شنې کیلې په ځانګړي ډول د زړه لپاره ډیرې ګټورې دي، ځکه چې دا په لوړه کچه د اکسایډ ضد ماده لري او د حجرو د زیان مخه نیسي، څیړنې ښيي چې د انټوسینین مرکب کوم چې سبزي او میوې ته شین رنګ ورکولو کې مرسته کوي، د شریانونو په پراخولو کې مرسته کوي، د زړه او د وینې رګونو لپاره نورې ګټې هم چمتو کوي.

ماهي خوړل

غوړ لرونکي ماهیان خوړل د زړه لپاره ګټور دي، ځکه چې دا په پراخه کچه اومیګا ۳ شحمي اسیدونه لري، کوم چې د التهاب په کمولو کې مرسته کوي، دا التهاب ممکن د وینې رګونو ته زیان رسوي، د وینې غوړ او د وینې فشار کچه ټيټه کړي. پوهان د یادو ګټو ترلاسه کولو لپاره اونۍ کې دوه واره غوړ لرونکي ماهیان خوړل اړین بولي.

د خپل شوق تمرین کول

رسم کول، ګنډل، باغباني، تاریخ لوستل او د هر هغه شوق ترسره کول چې تاسې ورسره مینه لرئ د زړه روغتیا لپاره ګټور دي، د طبي پوهانو په وینا، پر ځان فشار راوستل د زړه ناروغۍ او د وینې رګونو خطر خورا زیاتوي، ځکه چې دا د بدن دفاعي سیستم تر فشار لاندې راولي او اډرنالین (یو ډول هورمون دي) زیاتوي، ددې د مخنیوي لپاره هغه څه په ارام دماغو ترسره کړئ چې تاسې ورسره مینه او شوق لرئ، دا مو توجو اړوي او په فشار کمولو کې مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د پاڼی جلونکو ورونو څخه په پښنه : د پورته لیکنی عنوان [[د عمر اوږدولو «۹» لارښوونې]] ناسمه او د اسلامی عقایدو او لار ښونو سره په ټکر کی دی الله ج فرمایی چه هر نفس د مرګ څکونکی او د هر چا د مرګ نیټه مو ټاکلی نه یوه ثانیه مخکی او نه یوه ثانیه وروسته کیږی د نړی یو طبیب او یوه دوا یی هم نه لنډولی او نه اوږدولی شی . که دا جمله بی عقیدی او بی دینه خلک ولیکی د منلو وړ به وی مګر ستاسی په شان متدین خلک که دا لیکی ناسمه ده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x