محکمې د منظور پښتين ضمانت رد کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې يوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نيول شوي مشر منظور پښتين ضمانت رد کړی او هغه به تر دې وروسته د ډېره اسماعيل خان زندان ته لېږدول کيږي.

د منظور پښتين مدافع وکيل شهاب خټک په پېښور کې رسنيو سره په خبرو کې د خپل موکل نيول ناقانونه بللي دي.

شهاب خټک وويل، د پېښور پوليس د منظور پښتين د نيولو لپاره قانوني اسناد نه لري او يوازې دومره يې دوی ته ويلي، چې نوموړی يې د ډېره اسماعيل خان پوليسو په غوښتنه نیولی دی.

شهاب خټک او د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه غړي هم نن د پېښور محکمې ته تللي وو، چې د منظور پښتين ضمانت وکړي، خو محکمې يې ضمانت رد کړ او اوس به هغه د ډېره اسماعيل خان زندان ته لېږدول کيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، له منظور پښتين سره شپږ نور نيول شوي کسان خوشې شوي دي.

د پېښور پوليس ویلي، د روانې جنوري په اتلسمه نېټه منظور پښتين په ډېره اسماعيل خان کې يوې جلسې ته د وينا پر مهال د پاکستان اساسي قانون له منلو انکار کړی و.

د غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان پارلمان کې د وزيرستان د خلکو استازي محسن داوړ د پولیسو له لوري د منظور پښتين نيونه يوه ډرامه بللې ده.

نن د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د منظور پښتين د خلاصون لپاره مظاهرې روانې دي او د پاکستان له حکومته يې غوښتي، چې د خپلو حقونو لپاره سوله ييز فعالان خوشې کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د