د چین کورونا ویروس، د وژل شویو شمېر «۱۰۶» ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له تیرو دوه میاشتو راهیسې د چین هوبای ایالت په ووهان ښار کې د حیواناتو او ځينو حشراتو خوړلو له کبله یو ویروس خپور شوی چې په لږ وخت کې یې لسګونه وګړي وژلي دي.

چینایي چارواکي وایي چې د کورونا ویروس له کبله د مړینو شمېر «۱۰۶» تنو ته رسیدلی او په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر دوه برابره شوی دی.

وړمه ورځ په دې ناروغیو د اخته کسانو شمېر ۲۸۳۵ خو پرون دا شمېره ۴۵۱۵ کسانو ته لوړ شوی، دغه راز د وژل شویو شمېر له ۸۰ څخه ۱۰۶ ته پورته شوی دی.

د کورونا ویروس زکام، تبه، ټوخی او سخته سالنډي پيدا کوي، تر دې دمه ځانګړې درملنه او واکسین هم نه لري. چینایي پوهان وایي، په وژل شویو کې ډیری بوډاګان او هغه کسان دي چې له دمخه یې تنفسي ستونزې درلودې.

چین د ووهان ښار له دمخه کلابند کړی، هوایي الوتنې یې درولي او دې سیمې ته پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت له چینايي چارواکو غوښتي چې دغه هېواد کې افغان سوداګر او زده کوونکي دې ستنېدو ته نه پرې ږدي.

که څه هم دغه ویروس په نړیواله کچه خپور شوی او ګڼ شمېر کسان پرې اخته شوي خو تر دې دمه له چین بهر کوم کس نه دی وژل شوی. هانګ کانګ د یاد ویروس مخنیوي لپاره چین سره خپل سرحد تړلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تېره ورځ د چین بیجینګ ښار ته تللی تر څو چینایي چارواکو سره د یاد ویروس په اړه وغږیږي.

چینایي چارواکي د کورونا ویروس خطرناک نه بولي، دوی وایي وژل شوي کسانو کې له پخوا تنفسي ناروغۍ موجودې وې، خو نړیوال خبري اژانس راپور ورکوي چې دغه ویروس له دې زیات خطرناک دی څومره چې ښودل کیږي، او پر دې د اخته شویو کسانو شمېر هم له ورکړل شوې شمېرې څو چنده لوړ دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Tooba Jan
میلمه
Tooba Jan

الحمدالله ثم الحمدالله .: د الله دیر لوی رحم دی چی دا کثیف قوم په دی کثیف او نه علاج کیدونکی مرض اخته شول الله د پکی برکت واچوی الله ټول چین او ټول کفری اشغالګر هیوادونه ورباندی اخته کړی ځکه چی دوی د ایغور مسلمانانو عام وژنه پیل کړی وه او په هغوی باندی یی سخته ناروا کړی او لا کوی یی خو بی همته اسلامی غلام حکومتونو یی اه وانوریده او د هغوی د خلاصون لپاره یی هیڅ کوم اقدام ونه کړ خو بیا هم هغه لویه اشغالګره شیطانه او مغروره چی د ایغور د مسلمانو په حق… نور لوستل »