
کابل: طالبانو د زابل د اربکيانو عمومي قومندان وژلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل):طالبانو نن غرمه د کابل ښار ارزان قيمت سيمه کې د زابل ولايت د اربکيانو عمومي قومندان وژلی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د زابل ولايت د اربکيانو عمومي قومندان «بخت» يې د کابل ښار ارزان قيمت سيمې دوهمې څلور لارې ته څېرمه په يو تکتيکي بريد کې وژلی دی.
#الفتح:
مهم: نن غرمه د کابل ښار اړوند ارزان قیمت سیمه کې دوهمې څلورلارې ته نژدې د زابل ولایت د اربکیانو عمومي ظالم قومندان(بخت) د مجاهدینو په تکتیکي برید کې ووژل شو او د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسید. pic.twitter.com/PJogWJUVQx— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) January 28, 2020
قومندان بخت چې له تېرې څه مودې راهیسې د زابل ولايت د اربکيانو د عمومي قومندان په توګه دنده ترسره کوله، د سيمې خلکو يې له ځورولو او زياتيو شکايت درلود.
د زابل ولايت د امنيت امر ذبيح الله ژوبين هم د قومندان بخت وژنه تاييد کړې او ويلي يې دي چې نوموړی په يو هدفي بريد کې وژل شوی دی.
بايد وويل شي چې طالبانو تر دې وړاندې هم د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې مهم لوړ پوړي دولتي او نظامي کسان په نښه کړي او وژلي يې دي.
پخوانی داخله خلقی یا پرچمی وزیر ( علومی ) پارلمان کی د کابل د غلامی اداری لوړپوړو ته د تسکین د پاره وویل چه طالبان لا اوس به ولسوالیو بریدونه کوی یوه نیمه ولسوالی یی په واک کی دی ولایاتو او د کابل مرکز ته یی ډیر وخت او فاصله شتون لری [[ یعنی ځانونه هوشیار کړی مخکی له دی چه هغه فاصله او وخت اخر ته رسیږی ]] غلا شوی او لوت شوی مال نورو هیوادو ته انتقال او ځانونه هم خوندی کړی . تر هغی چه ټولی ولسوالی او بیا ولایات سقوط کوی بیا به د کابل او… نور لوستل »