افغانستان

د غزني والي: طالبانو د امريکا نسکورې شوې الوتکې ته د عسکرو د ورتګ مخنیوی کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د غزني والي وحيدالله کليمزي ويلي، طالبانو په ده يک ولسوالۍ کې د امريکا نسکورې شوې ته د دولتي عسکرو د ورتګ مخنیوی کړی دی.

د والي په وينا امنيتي ځواکونه هڅه کوي، چې د نسکورې شوې امريکايي الوتکې د پاتې شونو ترلاسه کولو لپاره ولاړ شي، خو طالبان يې نه ور پرېږدي.

د غزني والي وحيدالله کليمزی

د غزني امنيه قومندان خالد وردګ هم ويلي، طالبانو په ده يک ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو پر هغه کتار برید کړی، چې د الوتکې د پاتې شونو د ترلاسه کولو لپاره ده يک ته روان وو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، ده يک کې يې  د دولتي عسکرو پر کتار برید کړی او د رحمت الله په نوم يو قومندان يې هم وژلی دی.

امريکايي چارواکو منلې، چې په  غزني کې يې يوه پوځي الوتکه نسکوره شوې ده.

د امريکايي ځواکونو وياند سان لګټ ويلي، چې د امريکايي ځواکونو يوه پوځي الوتکه په غزني کې نسکوره شوې، خو وايي، تر اوسه داسې کوم ثبوت نه دی موندل شوی، چې دا الوتکه دې «د دښمن» په برید کې نسکوره شوي وي.

طالبانو ويلي، دا الوتکه د دوی په تکتيکي برید کې نسکوره شوې ده.

د برتانيې ميرر ورځپاڼې ليکلي، په دغه الوتکه کې د سي ای اې لوړپوړی افسر مايکل ډي انډري او نور مهم چارواکي وژل شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد شاه ګلزار

ترامپه ټېنګ شه ورته،،،،،،، ېو امرېکه پاتى وه هغه نه هم دلته لاره ورکه ده، افغانستان خو هسى هم دا څلو ېښت کاله ښه ورځ ونه لېده ،خو ېلغر ګر ېې هم زاره چاودى کړه،،،،،،

مجاهد

د الوتکو د باره تاکتیکی بریدونه !!!!!!!!!!! ها ها ها ها ها ها کوچنیان کی دروغ وایی ورسره مناسب شکاری مګر هغوی چه ځانته لویان وایی او ورسره ښکرور دروغ وایی لویوالی یی صفرونو کی ضربیږی یعنی تر کوچنیانو هم شکته کیږی ، کوچنیان خو څه ناڅه عقل لری مګر د دوی عقل په صفر کی ضربیږی یعنی هیڅ عقل نه لری څوچه بی لکۍ خره دی حتی خره هم پری شرف لری. حیرتونکی !!!!!! که د یوی ولسوالی انتقال مرکز ته وی کیدی شی تاکتیکی ومنل شی لږ تر لږه خو د هغه ولسوالی عمله خوندی ځایو کی له… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ تازه،
مجاهد ته،
لیکنه او خبر ښه لوله بیا تبصره په لیکه،پاسنی لیکنه واضح پښتو ژبه ده،هیچا داسی نه دی واییلی چه طیاره تکتیکی شاتګ کړی،
کله چه تبصری لیکی،پیاله ،غمیزه مه وهه.

عظیمی

الله دی مجاهد خانه تاته هم څه عقل درکړی. نن ورځ د افغانستان اردو د افغانستان په ملی بیرغ تحلیف ادا کوی او وایی چه خپل ناموس او خاره به په سر او وینه سره ساتم. مګر دغه اردو نن د بیګانو په خدمت کی دی او خپل ناموس یعنی ګران افغانستان اوس حتی حاضر دی چه په هندوانو یی هم خرڅ کړی، او خپل مسلمان ملت د پردو تر ګټو قربانی کړی. نن جهان کی موډرنه اسلحه[ لایزر ګن ،سوفټویر مانوپولیشن … ] چه د هغو رسوا کول د جنګ په ډګر کی کیدای سی منفی نتایج د ځان… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close