افغانستان

پاکستان: پولیسو د محسن داوړ او علي وزیر په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ شمېر غړي نیولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): پاکستاني پولیسو په اسلام اباد ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لاریون په مهال ددې غورځنګ لسګونه غړي نیولي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس، د پاکستان د پارلمان دوه غړي «محسن داوړ» او «علي وزیر» او د عوامي نشنل ګوند مخکښ «افراسیاب خټک» د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغو پنځلسو تنو له ډلې دي، چې نن ورځ ماسپښين مهال په اسلام اباد کې د پولیسو له لوري نیول شوي.

یاد شوي کسان په اسلام اباد کې د هغه لاریون له منځه نیول شوي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر «منظور پشتین» د خلاصون په پار ترسره کېده.

محسن داوړ «ډان نیوز» ته د خبرو په مهال ویلي، چې دوی له نورو غړو سره یو ځای نیول شوي او دا مهال «کوهسار» کې د پولیسو مرکز ته لېږل شوي.

یاده دې وي، چې دوه ورځې وړاندې پاکستاني پولیسو په پېښور کې د پي ټي ایم مشر «منظو پښتین» ونیو او تېره ورځ یې د پېښور یوې محکمې ته حاضر کړ.

د پي ټي ایم مرکزي کمېټې د منظور پشتین د نیولو په غبرګون کې د پاکستان په ټولو ښارونو او له دې هیواد د باندې د لاریونونو غږ وکړ، چې په تعقیب یې نن د پاکستان او افغانستان په اکثره لویو ښارونو کې پراخ لاریونونه وشول.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

ټولو پوهیږی چی پنجابی فوځ د پښتون غورڅنګ مشران نیولی. د قطر پښتنو طالبانو کی کوم د پښتون شته؟ کوی، نو حد اقل د میلینونو پښتنو په خاطر دی یوه بیانیه ورکړی.

عبدالله

بیغمه اوسه! باور وکه که یی واوری زکه د غلام په صفت کی د بادار مخالفت نشته. ته یی نه گوری چی بیانزی، مجاهد، پتنگ، معصوم، جمیل لا ورک دی او سه چی وایی د پنجاب په گته وایی نو ددوی مشران خو قطر کی خود خاموشی اختیار کری. دوی ته شرم په کار دی چی د خپل مظلوم، مسلمان او افغان ورورنو سره د پنجاب پر ظلم او وحشت تماشاکوی او خولی یی گندلی نیولی. تر دوی خو هغه ## فضل الرحمن لا توره وکره اوس یی حد اقل اقرار وکر خو دوی دومره # هم نشته.

جميل

منظور پښتين هم ستاسو غلامانو مشر غلام غوندی غلام سيکولر دی ، بل داچی طالبان د پښتو لپاره جهاد نکوی .

عبدالله

دا موژ ته پخوا هم معلومه وه جنابه چی طالبان جنگ د پشتنو د عزت او غلامی د خلاصون لپاره نه دی بلکی د پنجاب لپاره دی او دهغوی په فرمایش خپل ورونه وژنی.

محمدظاهر حلیمی

دپاکستان دحکومتی اداروناوړاعمال امکان لری ترشاه بدی پایلی پریږدی امکان لری په شاوخواسیموهم تری متاثری شی

الحاج استاذ بیانزی

سره د دی چه د پاکستان لوړپوړی چارواکی هم غلامان دی د پاکستان ، بنګله دیش او اوسنی هند بنیاد او ویشنه په غلامی ترسره شوی یعنی انګریزانو بکی فزیکی حضور نه لری په خای یی د هند او باکستان هغه غلامان چه لندن کی زیږول شوی، لوی شوی او غلامان روزل شوی حکومت کوی د حکومت قانون او پالیسی یی کت مت د انګریزانو ده سیمه کی د دوهم اسراییلو حیثیت او دریز لری .
مګر وخت ناوخت پکی ځینی داسی غلامان هم ځای ناستی کیږی چه هغوی به بوره ډول د انګریزانو غلامی نه منی لکه عمران خان چه د لمړی ځل د پاره نسبی ښه ښخصیت لری ملی خاین او غدار نه دی د همدی امله یی ورته د نشنل عوامی ګوند دوهم مخ ( د پشتنو ژغورنی غورځنګ ) رامخی ته کړو چه عمران خان لیری او په ځای یی دوی ځای ناستی شی . او به همدوی یو ځل بیا د سوات ، خیبر او وزیرستان پستانه قتل عام کړی او هغه چه قتلوی هغوی باندی د دهشتګرو نوم کیږدی.
عمران خان ښه کار کړی چه دغه ملحد او خبیث غلامان یی نیولی زه به یی هله ومن چه دوی په دار وځړوی . داود خان ترکی او کارمل په دار ونه ځړول هغه ددی سبب شو چه داود خان یی په دار وځړاوو او غوشی یی د مرغانو خوراک شوی که عمران خان نه غواړی غوشی یی د سپو او مرغانو خوراک نه شی په کار دا دی چه دغه او داسی مشران یی داسفندیار او داسیو نورو په ګډون به دار وځړوی زه به یی مننه او ستاینه وکړم .
دوی کمونیزم وکارولو د ګټی په ځای تاوان ورته وکړو ، دوی کاپیتالیزم او سکولریزم وکارولو د ورته بدمرغیو سره مخ شول اوس د نشنلیزم وار دی چه د خلکو ترمنځ پری کرکی، کینی او دشمنی لمړی زیاتی او بیا دغه هیوادونه لاپسی کوچنی کړی او به هره برخه یی یو نشنلست غلامی پاچا کړی او د هغوی په واسطه خلک استثمار او غلامان جوړ کړی

عبدالله

بیانزیه! تا و علی وزیر، پشتین، داور، عثمان کاکر او …. ته دی د ملحد او خبیث خطاب کری، دا سنگه؟ هغوی زانونه مسلمان یادوی او ته ورته ملحد! په کوم شرعی استناد د ملحد تاپه پر وهی؟

اجمل

د قطر دفتر کی داسی یو نر شته چی ووایی: د منظور پښتین نیول غیر قانونی کار دی.

سهل ## غلی دی فکر کوم چی د سولی د تړون موافقنامه هم تر آخر د دی میاشتی پوری امضا نشوه. شاهین (##) دی لدی ورسته بدون له اجازی له خپلی ## خبری نکوی.

جميل

نر هيڅوخت د خبيثی مادی پلوی نکوی ، خبيثان د خبيثانو سره او نران د نرانو سره ښايی .

عبدالله

بلی، لکه تاسو د پنجابیانو سره، او کرزی، اشرف غنی …. د امریکایانو سره. صدقت یا اخی.

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close