
افغان لوبډلې د توپ وهنې لپاره نوی روزونکی وټاکه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې نوی روزونکی وټاکه.
د سویلي افریقا لوبډلې پخوانی لوبغاړی «هیلټن ډین اکرمن» د افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې برخې د روزونکي په توګه پر دنده وګمارل شو.
Former South African cricketer and commentator, Hylton Deon Ackerman has been appointed as the new batting coach of Afghanistan National team. Ackerman will commence his duty in March for Afghanistan's T20I series against @Irelandcricket . pic.twitter.com/enTBSAGxtq
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) January 28, 2020
۴۶ کلن هیلټن اکرن د سویلي افریقا لوبډلې پخوانی توپ وهونکی و چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۴ ټيسټ، ۲۲۰ فرسټ کلاس او ۲۳۰ لیست ای سیالۍ ترسره کړي دي، نوموړي دغه راز له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۹م کال پورې ۵۵ شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي دي.
له دې وړاندې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر نوروز منګل د ملي لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې د روزونکي په توګه دنده ترسره کوله.