ارشیف

کوزہ پښتونخوا؛ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

کوزې پښتونخوا له تا نه ځار شمه
ستا غم به ھم ژاړ‎م چې اوزگار شمه

زہ لا له اشغال سرہ جگړ‎ہ کوم
زہ لا له بمونو لاندې شپه کوم
زہ لا د ناټو په دام کې گیر یمه
زہ لا د خپل حق مبارزہ کوم
ستا به یو لوڼې دښمن وژلی وي
زہ مې د ټول کلي جنازہ کوم

خیر که ته زما حق کې سکوت کوې
زہ به دې را خپل کړ‎م چې کرار شمه
کوزې پښتونخوا له تا نه ځار شمه
ستا غم به ھم ژاړ‎م چې اوزگار شمه

زہ لا په سنگین کې شھیدان لټوم
زہ لا کنډوالو کې یتیمان لټوم
زہ لا د کونړ‎ په ویر لړ‎زیږ‎مه
زہ لا د زرمت زخمي گلان لټوم
زہ لا د ناچار ولس چارواکو ته
چرته ترې ورک شوی دی وجدان لټوم

ته مې د وجود برخه احساس لرم
څرنگ به جدا په اغزن تار شمه
کوزې پښتونخوا له تا نه ځار شمه
ستا غم به ھم ژاړ‎م چې اوزگار شمه

خو

گرانې پښتونخوا یو نصیحت واورہ
دا په تجربه ثابت وصیت واورہ
حق په زورہ واخله سم قیام وکړ‎ہ
تورہ په لاس پاڅیږ‎ہ اعلام وکړ‎ہ
تور پنجاب دې وژني ته لار یون کوې
دا کار نو بیا چرته د پښتون کوې؟!

ته د پنجابي پر ضد را پورته شه
زہ به در روان له ننگرھار شمه
کوزې پښتونخوا له تا نه ځار شمه
ستا غم به ھم ژاړ‎م چې اوزگار شمه

ته چې لا آئین د پنجابي منې
غاړ‎ہ کې دې د طوق د غلامي منې
ستا باچاخاني د بندہ گۍ تمدید
څرنگ پر ولس باچاخاني منې؟!
ستا پښتون ولس، نر مسلمان ولس
ولې فلسفه پرې د گاندي منې؟!

ته که ازادي غواړ‎ې مورچل ته شه!
زہ به ھم دا ستا د سنگر یار شمه
کوزې پښتونخوا له تا نه ځار شمه
ستا غم به ھم ژاړ‎م چې اوزگار شمه

_____________

حفیظ الدین پیرزادہ
لندن، انگلینډ

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
A saeed
میلمه
A saeed

په علم او قلم دې برکت سه
دوئ ئ په زنده باد او مرده باد راشل کول غواړې