عبدالله عبدالله: د خلګو د ارامۍ په خاطر سولې او مذاکراتو ته تیار یو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» وایي، د افغانستان د خلګو د ارامۍ او د هیواد د ثبات په خاطر دوی تیار دی له یوه هر اړخیز هیئت سره یو ځای د مذاکراتو مېز ته کېني.

دغه څرګندونې عبدالله عبدالله تېره ورځ په پروان کې یوې ناستې ته کړې، نوموړي ویلي، چې د افغانستان د خلګو د درد او مصیبت د پای ته رسولو په خاطر د افغان ملت او د هغه چا په استازیتوب، چې قرباني یې ورکړې، موږ له یوه هر اړخیز او همه شموله ټیم سره یو ځای د سولې خبرو او مذاکراتو ته تیار یو.

د عبدالله په قول « هغه خلګ، چې فکر کوي د جګړې له لارې دا کیسه ختمه کړي او یا هم د یو شمېر بهرنیانو د وتلو په تمه دي، دا هسې یوه اشتباه ده.»

عبدالله عبدالله داسې مهال، د سولې خبرو ته تیاری ښيي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکرات توافق ته لنډ شوي ښکاري او تمه ده، د دواړو لورو تر منځ د توافق له لاسلیک وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

په ورته وخت کې، ګډ حکومت لا هم نه دی توانېدلی په دې برخه کې واضح دریځ ونیسي او له سیاسیونو سره په ګډه د یوه همه شموله مذاکراتي ټیم په جوړولو سلا شوي.

څو ورځې وړاندې افغان سیاسیونو د یوې ناستې په ترڅ کې ارګ د سولې د پروسې په انحصار تورن کړ او د سولې لپاره یې د خپلې ځاني طرحې د وړاندې کولو هوډ څرګند کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحد اج استاذ بیانزی
میلمه
الحد اج استاذ بیانزی

د عبدالله او د غلامی اداری د لوړپوړو غلامانو به خبرو مه خطاوځی: دا به ډیره ښه وی چه په ټرمپ باور وکړی او په عبدالله او امثالهم نه دوی منافقین دی که دوی په رشتینی د سولی پلویان او له الله ج ډاریدلی طالبانو ته ( چه بیطرفه مجاهدین وو ) یی کابل خپله پریښی وی ډا هم خیر کله چه طالبانو کابل او حتی نوی سلنه هیواد د یو اسلامی بیرغ او الهی نظام لاندر راوست عبدالله او ملګرو یی باید د الله ج د رضا د پاره اسلامی امارت ته تسلیم شوی وی وی . تر هغی… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

بیانزیه وار په وار دی د خبرو خخه مفکوره معلومیژی چی ## چندان شی نه یی هسی زان د پوهنتون استاد معرفی کری.

الحد اج استاذ بیانزی
میلمه
الحد اج استاذ بیانزی

که ستاسی په شان خلک زما د تبصرو ستاینه وکړی بده او برخلاف که یی وغندی کیفیت یی لا لوړیږی ډیره مننه

اجمل
میلمه
اجمل

بیانزی ته: ته خو خوسی بوس راووتی بیغیر له رد او بد ویلو د نور څه زده ندي. کچیری سبا ټول حکومت هم طالبانو ته تسلیم شی ته به د کفر فتوای پری ورکوې. خبری د الهی حکومت کوی کوم الهی؟ که امارت الهی حکومت وای بیا نو ولی د یو څو کسو کافرو په چک چک کولو سره ټول ړنګ شو. په هغه الهی حکومت کی چی خلک له لوږی مری، هلته چی نه قانون وی او نه هم نظم او دسپلین هغه الهی حکومت دی تاسو ته مبارک وی. مونږه امارت ولید صرف د یو څو کسو د… نور لوستل »

احمدشاه
میلمه
احمدشاه

اجمل ته، يا خو به كوم رواني تکليف لري او يا هم د ذهني له لحاظه دير کم زوري يي

مجاهد
میلمه
مجاهد

باور لرو، ټول غلامان د یهودی استعمار غوجل کی تړل شوی او اخور کی یی مرداره ډالری ارداوه خوری یو دریز، یو نظر او یو سنګر لری مهمه نه ده چه هغه یو کس په څو نومونو یا څو جلا جلا کسان وی. له نیکه مرغه، استعمار د دی کار د پاره ناپوهه کسان ځکه خوښوی چه په اسانی سره یی زړونه او مغزونه په ایزمی ابی اوبو پریمنخلی شی کوم ته چه مغز پریمنځلی وایی طبیعی ده چه له مغز پریمنځلو وروسته یی ضمیر یا وجدان له ناسپیڅلی بدن هجرت کوی او دوی بی ضمیره یا بی وجدانه پاتی… نور لوستل »