د منځني ختيځ په اړه د ټرمپ نوې طرحه؛ بیت المقدس يې په بشپړ ډول د اسرائيلو پلازمېنه اعلان کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د منځني ختيځ په اړه خپله طرحه اعلان کړه او بیت المقدس يې په بشپړ ډول د اسرائيلو پلازمېنې وبلله.

د منځني ختيځ په اړه د ټرمپ طرحه «د سلیزې جوړجاړی» د هغه زوم جاريډ کوشنر له لوري جوړه شوې وه، په دغه طرحه کې بیت المقدس په بشپړ ډول د اسرائيلو پلازمېنه بلل شوې او په لويديځه تراډه کې د یهودو ناقانونه مېشت سيمې يې قانوني بللي دي.

ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د اسرائيلو له لومړي وزير بنیامين نتنياهو سره ګډې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې د سليزې جوړجاړي لپاره همدا وروستی چانس و، بايد ګټې ترې پورته شوې وای.

د ټرمپ په وينا د نوې طرحې له مخې به په منځني ختيځ کې د اسرائيلو او فلسطينيانو د دوو دولتونو جوړولو ته زمينه برابره شي.

هغه ويلي، امريکا به د اسرائيلو په نوې پلازمېنه کې په ډېر فخر خپل سفارت پرانيزي.

د امريکا ولسمشر زياته کړې، چې د منځني ختيځ په اړه د ده له نوې طرحې سره به اسرائيلو او فلسطينيانو دواړو ته ګټه ورسيږي او که هر څه د دې طرحې له مخې روان وي، نو امريکا به په فلسطين کې پنځوس ميليارده پانګونه وکړي او لس لکو فلسطينيانو ته په کې د کار زمينه برابره شي.

فلسطينيانو د ټرمپ وړانديز او پرېکړه رد کړې ده.

د فلسطين ولسمشر محمود عباس د ټرمپ پرېکړې ته په خپل غبرګون کې ويلي، فلسطين د خرڅلاو لپاره نه دی او زرګونو فلسطينيانو د ټرمپ د دې پرېکړې پر خلاف مظاهرې کړي دي.

محمود عباس ويلي، داسې فلسطين ورته د منلو نه دی، چې پلازمېنه يې بیت المقدس نه وي او د ټرمپ طرحه يې د فلسطينيانو پر خلاف دسيسه بللې ده.

د اسلامي هېوادونو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د سعودي، متحده عربي اماراتو او مصر په شمول ډېری عربي دولتونو تر دې وړاندې د ټرمپ له لوري د جوړې شوې طرحې ملاتړ کړی و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحد اج استاذ بیانزی
میلمه
الحد اج استاذ بیانزی

فلسطین هله پوره مستعمره شو چه د یسر عرفات او محمود عباس په شان دووسانو یی رهبری په لاس کی د عمر اوږدولو «۹» لارښوونېونیوله اود جهاد به ځای یی د عربی نشنلیزم په بنیاد د اسراییلو سره جنګ نه بلکه چاپلوسی شروغ کړه به شکاره به یی ترپ تروب کولو مګر به پټه به یی اسراییلو ته ویل چه فلسطین دی ستاسی وی مګر مونږ بکی مشر مقرر کړه. اسراییلو له دی حالاتو ګټه پورته کړه او اخره کی به محمود عباس ټټو باندی هم د پاسه سپاره شی. بله مهمه خبره د ترمپ نه ده چه ترمپ بیت… نور لوستل »

عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

های کاش چه مسلمانان پرقرآن عظیم شان عمل وکی اومتحدسی الله به یی دغسی مددوکی لکه دابراهیم (ع) دکعبی چه دحبشی فوج یی دمرغانوپه ټولیو دخوړلی پراړه په شان کۍ(الم ترکیف سوره )ووایاست که پرالله اوقرآن ایمان لرۍ – دغه رقم به امریکااوکفارذلیله اوخوار کی ۱۳۰کاله مسلمانانوپرقرآن عظیم شان عمل کاوۍ هیڅ تفسیر اومذهب نه وواسلام څونه فتحی وکی کم وخت چه دتابعینو(خلفاووراشدینو)حکومت ختم سواشراروپه قرآن کی اختلاپونه شروع کړل نوی مذهبونه (بدعتونه)په وجودراغلل دایی سبب دۍ چه نن ټرمپ اویهود دفسطین خاوره دیهودوګرزوی اواشرف غنی ملحد پر۹۹٪ مسلمانانو حاکم مقرروی کړۍ دۍ داټول دالله په اجازه دی،الله فرمایی :نه… نور لوستل »