
پاکستان د تورخم دروازه وتړله
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، پاکستان نن ورځ «چهارشنبه» د تورخم دروازه د خلګو او نقلیه وسایطو په مخ تړلې.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند «عطاء الله خوګیاڼی» وایي، له پاکستاني لوري سره یې په دې تړاو خبرې پيل کړې او هغوی امنیتي ستونزې د دروازې د بندولو پلمه بولي.
پاکستاني خبریال «طاهر خان» د پاکستاني چارواکو له خولې یاده کړې، چې تورخم په مؤقت ډول بند شوی او د څو ساعتونو دننه به بیا ځلې خلاص شي.
Pakistan has temporarily shut down its Torkham border crossing after a rocket from Afghan side landed on the Pakistani side, official sources said. No casualties reported. The border is expected to be reopened after few hours, sources said.
— Tahir Khan (@taahir_khan) January 29, 2020
بل لور ته طلوع نیوز د خپلو سرچینو له قوله لیکلي «پاکستاني ځواکونو ادعا کړې دا چې تېره شپه په صفري سیمه کې د دوی پر پوستې راکټي برید شوی او پایله کې یې دوه سرتېري ټپیان شوي دي، دوی د پېښې په غبرګون کې د تورخم لار تړلې ده.»
تورخم د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ له بوختو لارو بلل کېږي، د تېر میلادي کال په سپتمبر میاشت کې یې د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» د څلورویشت ساعته خلاصون امر ورکړی وو، چې ورسره جوخت د پاکستان-افغانستان تر منځ سوداګري کې بې سارې زیاتوالی لیدل کېده.
که څه هم پاکستان په رسمي ډول لا د دروازې د بندیدو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو دا اقدام وروسته له هغه کېږي، چې تېره ورځ د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر «منظور پشتین» د خلاصون لپاره لاریونونه وشول.