
کندز: طالبانو قرارګاه نيولې او ۳۵ عسکر يې وژلي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): د طالبانو له لوري د دولتي ځواکونو په پوستو او قرارګاوو د بريدونو په دوام تيره شپه يو ځل بيا طالبانو په کندز ولايت کې د امنيتي ځواکونو په قرارګاه بريدونه کړي دي او قراره ګاه يې سقوط کړې ده چې په نتيجه کې يې ۳۵ عسکر وژل شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره شپه يې د کندز ولايت دشت ارچي ولسوالۍ مرکز ته څېرمه کلوپ سيمه کې د امنيتي ځواکونو په قرارګاه برید کړی دی او قرارګاه يې نيولې ده.
په کندز کې د دښمن قرارګاه فتح، ۳۵ عسکر ووژل شول ۴ ژوندي ونیول شول https://t.co/mAjTElJc9F pic.twitter.com/9Z9ovTX95A
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) January 29, 2020
مجاهد زياتوي چې په قرارګاه بريد کې ۳۵ عسکر وژل شوي دي او ۴ نور ژوندي نيول شوي دي.
نوموړی زياتوي چې په دې بريد کې ۴ ټانګونه او ګڼ شمير نظامي توکي له منځه وړل شوي دي او زياته اندازه سپکه او درنه وسله هم د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
بل لور ته طلوع نیوز د يوې امنيتي سرچينې له قوله ويلي دي چې په کندز ولايت کې د طالبانو د تيرې شپې بريد کې ۱۵ امنيتي سرتيري وژل شوی دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تيره ورځ هم د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د امنیتي ځواکونو حوزه نيولې او ۱۷ دولتي عسکرو يې وژلي وو.