نظــر

منظور پښتین افغانستان ته راغی

نصیب ځدراڼ

منظور پښتین چې څنګه په تورخم را واوښت د کابل ادارې یوه برجسته غړي خیال ګل “وطن جار” یې تود هرکلی وکړ او له هرې خوا د”نر پښتین باتور پښتین : منظور پښتین ـ منظور پښتین” غږونه پورته شول.

د درنو او پنډ امیلونه له بوجه منظور په ملا کړوپ موټر ته پورته شو او د ګڼې ګوڼې له منځه د منظور موټر په شِتاب د کابل په لور رهي شو.

منظور خوښ و، لږ نه بیخي ډېر خوښ و چې هغه وطن ته راغلی چېرې چې لکونو ملاتړي لري،کله چې په نوموړي مشکلات راغلل،له ولسمشر اشرف غني نه تر امر الله صالح،رحمت الله نبیل او فضل هادي مسلم یار پوري به یې ټولو د خپلو ټویتونو په واسطه ملاتړ کاوه.

د منظور سره د روانې قافلې ټولو ځوانانو سرې خولۍ په سر کړې وې او د موټرو لوی کاروان د احساساتي ځوانانو د توندو شعارونو په بدرګه دکابل پر لور رهي وو.

کاروان چې د جلال آباد میدان هوایي ته نږدي شو لاره بنده وه، او موټرو ورو ورو حرکت کاوه منظور نه پوهېد چې څه ټکه لوېدلې ده، تر لږ ځنډ وروسته یې څنګ ته ناست ښاغلي”وطن جار” ته غاړه ور کږه کړه او غلی یې وپوښت: ښاغلیه! لاره ولې بنده ده؟

له میدان هوایي امریکایان راوتلي دي او تر هغو چې له سرک یوې خوا ته ښکته نشي، موږ به پسې روان وو.
یخ و،د افغانستان ژمی سخت او لمر په وریځو کې پټ و، د منظور زړه تنګ او ټنډه تروشه کړې وه خو چاره نه وه، منظور چې نوی راغلی میلمه و نو غږ یې ونکړ او همداسې په چورتونو کې ډوب ناست و.

سروبي سره نږدي یې امریکایان ولیدل چي له سرک یوې خوا ته ښکته شول. ښاغلي وطن جار په فاتحانه انداز وویل: اټکل دی زموږ سرتېري عسکر او خارجي دوستان نږدي کوم کلي ته دترهګرو ځپلو لپاره روان وي،سږ کال زموږ په مرسته په ټول وطن کې دوي “پنجاب ځپونکي” عملیات وکړل،دومره چاپې یې و وهلې او بمبارونه یې وکړل چې مه کوه پوښتنه منظور جانه”
اوس لاره خلاصه شوه اتي به مزل ګړندۍ کړو، هیله ده پښتین صاحب خاطر مو نه وي دروند شوی.

موټر ګړندی روان شو او د ماهیپر په کږلېچږنو کې یې ناست سپاره یو پر بل تکیا کول.

لږه شېبه کې د منظور پښتین کاروان دپښتنو د ټاټوبي پلازمینې ته داخل شو. منظور چپې خوا وکتل، نسبت په یوې سترې مربع شکل ودانۍ یې سترګې ونښتې.

منظور د پښتنو په ټاټوبي کې دې ښکلې جوړي شوی ودانۍ ته په کتو سترګې یخولې چې “وطن جار” ورته وویل “ها ستره وداني چې ګورې دا د څرخي پله ستر زندان دی، دلته زرګونو هغه ترهګر زندانیان دي چي له ناټو او امریکایانو سره په مخامخ جنګ کې او یا مخالفت کې نیول شوي دي.

د منظور رنګ واوښت او ژر یې وویل: وطن جاره یاره! “دوی خو له وطنه جار دي او وطن ته د راغليو بلواګرو سره جنګ کوي،ترهګر خو به هلته وی چې دوی امریکا ته ورپسي ورغلي وی نو داسې ځوانان ولې
بندیانوئ؟

دا ځکه چې دوی د پنجاب ګټو ته کار کوي او د پنجابیانو په اشارو زموږ پل او پولچک الوځوي. منظور سر وښورؤو، د وطن جار ځواب ته له ځانه سره داسې وبونګېده لکه په وطن جار چې خاندي.

وطن جار لکه شاټ رادیو بې ربطه او بې ظبطه غږېدو او کارؤان منزل ته نږدې کېدو.

وطن جار له سترګو تورې عینکې لیري کړې او زیاته یې کړه: د ببرک کارمل په وخت کې یې یؤه سترګه د وطن لپاره هغه مهال قربان کړه کله چې پکتیا کې موږ او روسي پوځیان د اشرارو لخوا کلابند شوي و.

خو منظور د وطن جار خبرې نه اورېدلې او هماغسې یې دڅرخي په زندان سترګې ګنډلې وې. د منظور سترګو ته په پاکستاني زندانونو کې بند زندانیان د څرخي پله د زندانیانو سره جوخت ولاړ ؤل او د انصاف غږونه یې پورته کؤل.

منظور ولسمشر ورغوښتی ؤ او د ارګ میلمه و. ارګ ته څېرمه عسکرو موټر ته د بیرته ګرځیدلو اشاره وکړه. وطن جار خپل کارت ور وښود خو عسکر په تونده لهجه په دري ژبه ورته وویل: نن اجازه نشته دی بیرته وګرځئ.

دلته د امریکایانو دفترونه دي او نن د ترهګرو د برید راپور راغلی دی.

د عسکر سلوک د منظور سترګو ته خپل چیک پوسټونه او د پوځیانو سلوک نېغ ودراؤه.

وطن په خجل انداز منظور ته وویل: فکر کوم نن حالت ښه نه دی، سبا به راشو.

منظور خوښ و چې سبا د ولسمشر سره ویني. د کابل په خوندور موسم او جانانه هوا کې سهار د منظور او ملګري یې د ارګ په لور روان شؤل.

ارګ ته څېرمه د “وطن جار” موبایل وشرنګېدو او ورته وویل شول چي نن ملاقات نشي کیدلی. د امریکا ولسمشر ټرمپ صیب په ناڅاپي سفر باګرام ته راغلی دی او ولسمشر یې لیدلو ته باګرام ته ورځی.

منظور له خپل ملګري وپوښتل چې د امریکا ولسمشر ارګ ته ولي نه راځي چي ستاسې ولسمشر هلته ورځي؟

“دلته خطر دی، د پنجاب غلامان هر ځای موجود دي هسې نه څه ضرر ور ورسوي ځکه ولسمشر هلته ورځي باګرام تر ارګ زیان محفوظ ځای دی”.

منظور حیران شو؛ دا څنګه کیسه چې تر ارګ باګرام زیات محفوظ دی؟

وطن جار د منظور تشویش درک کړ او ژر یې ورته وویل “باګرام کې د امریکایانو ستره نظامي هډه ده. هوایي میدان دی، نظامي مرکزونه دي او یو لوی زندان دی چې زرګونه بندیان لري”.

منظور ورغبرګه کړه؛ دلته هم زرګونه بندیان؟ نو دا بندیان څوک دي؟

وطن جار ورته وویل “دا افغانان دي او زیات پکي پښتانه دي، د چا پنځه کاله وشول، د چا اته او د چا لس چې دلته بندیان دي”.

منظور ته په دومره زیات شمېر د پښتنو زندانیان حیرانونکي ول.

منظور وطن جار ته وویل: نن هم د ولس مشر سره نشو لیدلی، ښه به نه وي چې اطرافو ته ولاړ شو او د افغانستان سیل وکړو؟

وطن جار ورسره هو کړه او د تاریخي ښار کندهار په لور روان شول. په لاره کې یې ډېر ځایه قبرونه ولیدل چې نوی جوړ ول او سپین بیرغونه پرې رپېدل. وطن جار ته یې وویل دا دومره ډېر قبرونه د چا دي؟
دا هغه ترهګر دي چې د ناټو او زموږ د پوځیانو سره په جنګ کې یې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی، منظوره دلته خلک د پنجاب په تبلیغاتو غولیدلي دي،خو جنازو ته یې سلګونه خلک ورځي او زموږ د عسکرو جنازو ته ملایان هم نه پیدا کیږي، نه پوهیږم چې ولې؟

شپې ناوخته کندهار ته ورسیدل.ګهیځ د ښار په چکر ووتل.خوندور او تاریخي ښار وو،هم زړې هم نوې ودانۍ وي پکي. یو ځای یې ولیدل خلک راټول دي او زیاته ګڼه ګوڼه ده.

منظور او ملګري یې ورغلل، ګوري چې یو لا وارثه مړی پروت دی او په بدن یې د شکنجو او وهلو ټکولو اثار جؤت ښکاري. یو سړی لګیا و ویل یې “دا نو په دې اونۍ کې دریېم سړی دی چي په شکنجه کولو یې وژلی دی، دا ټولې کارنامې د جنرال تادین” دي.

منظور ورته وویل “نو څوک نشته چې د جنرال تادین په خلاف غږ پورته کړي”؟

سړي ځواب ورکړ “څوک چې غږ پورته کړي نو دوهمه ورځ یې همدلته مړی پروت وي، په تېرو لسو کالو کې جنرال رازق او بیا ورور یې جنرال تادین په زرګونه ځوانان د پنجاب په نوم ووژل خو تر اوسه یې یو پنجابی هم نه دی پکي وژلی. د ځوانانو په مړو یې دښتې ډکې کړې خو څوک د پوښتنې جرآت ترې نلري”

د منظور سترګو ته د کراچۍ د پولیسو وحشي مشر راؤ انور تاو شو، خو وطن جار لاس ورباندې واړوو چې دا چټي لګیا دی، دا د پنجاب په تبلیغاتو غولیدلي خلک دي راځه چې ځو.

د فاریاب په طرف لاړل، د (میمنه) ښکلي بازار لیدو ته روان شول، ښار ته داخلیدو نه وړاندي، په ساده جامو کې یو څو مسلح کسان ورته رامخکي شول، ورته وایې پښتانه یاست؟

وطن جار ورته وایې “هو قربان شم”
“راو باسئ دوه سوه افغانۍ”

وطن جار جیب ته لاس کړ پیسې یې ورکړي

موټر روان شو منظور ورته و ویل دا د څه روپۍ وي؟

وطن جار ورته وایي “دا د (قیصاري) قوماندان خلک دي، ډیر بداخلاقه دي، دلته د پښتنو په سره لس افغانۍ آخلي کنه ښار ته نشي داخلیدی،

منظور د خیال په ټالو کې کراچۍ ته لاړ او هلته د (ایم کیو ایم) ډله ور یاده شوه څوک چې خپلو سیمو ته له داخلیدو وړاندي له پښتنو روپۍ آخلي.

وطن جار ته وایي چې نو ستاسي دولت قیصاري ته ولي څه وایي نه؟

وطن جار ورته و ویل ورکوه یې انډیواله قیصاري که هر څنګه دی، خو د پنجاب لپاره تندره دی، دلته د دا له لاسه طالبان سر نه شي پورته کولی.

بلخ ته لاړل هلته خلکو لار بنده وه،جسدونه یې په کمپلو او تابوتو کې راوړي وو او په سړک یې ایښي و، وطن جار ورته وایې “دا ویني دغو خلکو کې به ضرور څه غم و ځکه خارجي ملګرو بمبار ورباندي کړی او د یوې کورنۍ اتلس تنه یې وژلي دي،او هغه واړه جسدونه فکر کوم ماشومان دي،په شمیرلو یې اخته شو نهه ماشومان وو پکې”

منظور موبایل خلاص کړ، له اروپاء نه په وټس اپ یوه ویډیو چا ورته رالیږلې وه، څلور افغان ځوانان موټر کې ناست دی سندر یې لګولې ده.

سم بغاوت کوو،
اسلام آباد نیسو،
اټک او جهلم نیسو،
لر او بر یو افغان،

وطن جار ورته وایي جار له ځوانانو شم، سم پړانګان دي،د وطن لپاره سر قربانوي، بیا لګیا شو اوس چې دغو لاریون کونکو دا جسدونه ایسته کړي وی نو موږ به مزل پیل کړی وی.

منظور زړه غوښتل چې د اروپا ځوانانو ته و وایې چې د خپلو وطنوالو په حق کې غږ پورته کړئ د چا چې په بمبار کې بسته کورنۍ له منځه ځي.خو میلمه و او بل لږ ویره یې احساس کړه چې هسې نه په ما څوک د پنجاب ټاپه راسریښ کړي.

سبا ته منظور د ولسمشر سره لیدل بیرته ارګ ته راغی. ډیر خوښ و چي د نړۍ د دویم متفکر سره ویني،په ارګ کې تود هر کلی ورته وشو، ولسمشر یې ښه راغلاست ته د ارګ دروازې ته ورغی، د ولسمشر په شمول د مجلس ټولو ګډونوالو د منظور غوندې سرې خولۍ په سرونو اېښې وې. د ویښتانو د نشتوالي د له امله د ولسمشر په سر خولۍ یو طرف کږه وه،په غوږو راتم شوې وه، کله به چې خولۍ بیا راپورته کړه دا بل غوږ طرف به لاړه،

په هر صورت، کښېناستل، مجلس پیل شو، ولسمشر د خبرو پیل وکړ” ټول افغانان درباندي له دې امله ویاړي چې پنجاب دې په ګونډو کړی او د لوی افغانستان د جوړولو هیلې مو بیا ژوندۍ شوي دي”.

منظور ورته وویل ولسمشر صیب تاسي د امریکایانو سره ستراتیژیک تړون لرئ، د تورخم او سپین بولدک په جنګ کې مو امریکایان کومک ته ولې در نغلل؟ او د ډیورنډ په کرښه ازغن تار لګیا دی اچول کیږي چې موږ او تاسي سره جدا کوي خو ستاسې غبرګون صفر دی”.

ولسمشر ورته وویل: دا وړې خبرې دي زه درسره یم د پنجاب سر به په ککرۍ کې ور ماتوو لخیره. ټول مجلس چکچکې و وهلې خو منظور د چکچکو په مقصد نشو پوه.

منظور وویل “ولسمشر صیب ستاسي سره د نیمایي نړۍ ملاتړ دی، تاسي له دې ملاتړ څومره ګټه پورته کړه؟ څومره پوهنتونونه، فابریکي او روغتونونه مو ورغول؟

ولسمشر په ځواب کې “خدای مې ویني چې زه خو په خپله علاج ته جرمني ته ځم او لور مریم او زوی طارق مې امریکا کې درسونه وایي، پاتې شوه د وطن خبره نو دلته موږ د خارجیانو پنځه ستر او مجهز پوځی مراکز لرو. هره ورځ دوښمن په ډرون په نښه کوو،د شپې چاپې ورباندي وهو، او اوس مو له هندوستان هم غوښتنه وکړه چې خپل عسکر راولیږي، او رښتیا د احمد شاه مسعود، قاسم فهیم او برهان الدین رباني په مقبرو مو لکونو ډالر ولګول، نړۍ شاهده ده چې دا درې لوی اتلان وو، روغتونونه به هم جوړ شي، تر اوسه خو کم وخت(اتلس کاله) وتلي چې خارجیان دلته راغلي”.

مجلس کې بیا چکچکې شوي چې له امله یې د منظور په ټنډه خولې راغلې.

ولسمشر ورته وویل ستاسي حکومت سخت ظالم دی. د هندوانو زامن دي، نه جومات پیژني نه مدرسه، ته ګوره سور جومات(لال مسجد) یې درته ړنګ کړ او باجوړ کې یې مدسه بمبار کړه. ته تکړه ځوان یې باید د داسې نجس دولت په ضد مبارزه ګړندۍ کړې.

منظور د ولسمشر خبرې اوریدې خو سترګو ته یې د کندوز او فراه د مـدرسو غلبیل غلبیل کوچنیو طالبانو عسکونه تاوېدل چې بیا چکچکې شوي او مجلس ختم شو.

سبا یې د بیرته راتګ نیت وکړ، کابل کې یې د پرلت په خیمه سترګې ولګیدي. وطن جار ورته وویل دا ځوانان ستاسې په ملاتړ راوتلي او غواړي د پنجاب په ضد مبارزه کې ستاسي سره خپل ملاتړ ښکاره کړي.

منظور له موټر نه ور ښکته شو.د پرلت ګډونوالو یې تود هر کلی وکړ،ځوانان تر تاو شو او انځورونه یې ورسره واخیستل. منظور د پرلت په خیمه کې سترګې وغړولې نه د څرخي پله د زرګونو زندانیانو څخه د یوه بندي عکس وو پکي،نه دباګرام په پنجرو کي بند د کوم افغان ځوان عکس پکی لګیدلی وو.نه د امریکایانو د وتلو خبر وه نه د تادین او قیصاري د مظالمو کوم انځور وو پکي.نه د کندوز د مدرسې سلګونو ماشومانو د شهیدانو څخه د یوه شهید یو عکس وو پکي.او نه د ډرون د بریدونو د شهیدانو او ړندو بمي چاودنو د زخمیانو کوم عکس پکي ځړیدلی وو.

منظورپه ژور سوچ کې ولاړ، نه پوهېدو چې افغانانو ته زما غم ولې تر خپلو غمونو معتبره دی، او ولې د خپلو غمونو لپاره پاڅون نه کوي؟له کرښې دي طرف هم هغسې انسانان، مسلمان، افغانان او پښتان ځپل کیږي خو اکثر ځپلو والا یې هغه خلک دي څوک چې کوزه پښتونخواه کې بیا ځانونه زموږ کلک ملاتړي بولي.

خولۍ یې په سر سمه کړه، فکر یې وکړ چې دلته دولت پښتانه د پنجابیانو په نوم وژني او هلته یې د افغانانو په نوم وژني،؟پاکستان کي خو ما پاڅون وکړ او افغانستان کي به ریښتونی پاڅون څوک او کله کوي؟
له همدغو سوچونو سره یې د د پرلت د ګډونوالو سره خدای پامانې واخیسته او د پاکستان په لور روان شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

دا خو دی بېخې طبېعت ور خراب کړ په دی سپېنو او ډېر معقولو خبرو.
مننه

غمی.پښتین

جوړ تازه. نصیب ځدران صاحب. منظور پښتین سفر کی د جمعه ورځی واقعه د هیره شوی ده،او هغه به زه ورپسی ولیکم. منظور پښتین د جمعه په ورځ کابل ته راورسید،د جمعه لمانځه لپاره رحمان مینه جومات ته په لاره وه،چه نګهان یی د ځانمرګی بم غږ وواریده او په تیښته جومات ته ورداخل شو.چه ګوری ټول جومات کی سری وینی راوانی دی.۳۰ کسان شهیدان پراته دی.په تیښته یی د جومات ممبر ته ځان ور ورسوه،چه ګوری مولانا الحاج ریحان په سرو وینو کی لت پت پروت او دا کلمه وایی چه. لا الله الا الله محمد رسول الله. اشهدو… نور لوستل »

الحد اج استاذ بیانزی

ځدران صاحب ، مننه او ستاینه مو کوو ، ستاسی لیکنی د کاڼی کرښی دی زه به هم څه ورسره ورزیات کړم : هو، تاسی چه زمونږ د هیواد او مظلوم اولس په اړه ځه تمیثیل کړی خروار کی خورد هم نه دی حتی یوه ذره هم نه ده مګر بیا هم مننه جه په شه انداز کی مو یادونه او غندنه کړی وایی ( مشت نمونه خروار ) مګر منظور پشتین د روسانو او انګریزانو غلام نشنل عوامی ګوند ( NAP ) د یو سکی بل مخ دی انګریزانو له اوله په سیمه یا د هند به لویه وچه… نور لوستل »

ُطاهر

دا ته ځه ګډی وډی وایی. کله وایی انګریزانو پاکستان جوړ کړ او هلته یی خپل غلامان (یعنی جناح او پنجابیان او پنجابی پوځ) واکمن کړل نو اوس چی منظور په همدی مزدور پوځ پسی راخیستی نو په هغه پسی ولی بد وای؟ په اصل کی ته د پنجاب او انګریز غلام یی او دپښتنو دښمن. د اسلام په نامه د پنجاب غلامی کوی. ته عمران خای نه پیژنی چی ټول عمر یی په لندن کی په عیاشی تیر شوی او پنجابی انګریز دی. بیا عمران خان کله واک لری. واک خو د انګریزی پنجابی پوځ دی چی پشتون هم… نور لوستل »

ُطاهر

طاهر وروره هیله ده چی د امرکایی اشغال په نامه د محکوم افغانستان د آزادی خنډ نشو. د امریکااشغال هم دغه پنجاب په مونږ راوستی. که مونږ له پنجاب نه ځان خلاص کړ نو بیا هیڅ خارجی یلغرګر په مونږ یرغل نشی کولی. نو پکار ده چی دواړه وکو هم دامریکا برضد جهاد او سیاست چی اووس روان دی د طالبانو لخوا او هم د پنجاب پرضد چی دا خوانان یی کوی. که خدای کول په راتلونکی که به لوی افغانستان چی خپلواک او قدرتمند وی او نه ایران اونه پنجاب او نه امریکا او نه روس پکی مداخله کولی… نور لوستل »

مجاهد

مولانا ریحان د هغو کاهنانو له ډلی څخه وو چه د فرعون دربار کی به یی هغه ته د هغه به خوښه فتواوی ورکولی او د هغه د فرعونیت ملاتړ به یی کولو بدل کی به یی د فرعونیت له درباره بی شمیره خبراتونه ورکول کیدل. ریجان به هم د غلام، کمونست او سکولریست غنی د یو څو ډالرو د پاره له مچاهدینو کفار او له کفارو مجاهدین جوړول. منظور پشتین [ د پشتنو ژغورلو غورزنګ ]هم د نشنل عوامی پارتی ( NAP ) د سیکی بل مخ دی. د افغانستان په اشغال کی پلان داوو چه پاکستان کی میشت… نور لوستل »

احمدشاه

مجاهد وروره،
پر قلم او عمر دي برکت، دير منطقي او ښه استدلال د کړي

اجمل

دا خو به د خدای بخښلی جلالی طنز نوی؟ هغه سړی به وطن جار نوه فکر کوم اشتباه مو کړی ده هغه سړی عباس ستانکزی ده ځکه چی د خلقیانو په وخت هغه صاحبمنصب وه. منظور بدی د سیرت النبی غونډی ته بولی وه چیری چی د ملایانو او قاریانو منځ انتحار وشو. یار خبری د دوه پیسې ارزښت نلری حیف زما د وخت چی څو کرښی می ولوستلی. څه شوه؟ د سولی مولی غم مو وخوری دا میاشت هم تیره سوه. اول خو تاسو سره موافقه نه امضا کیږی کچیری امضا هم شی بیا نو ستاسو حالت به هم… نور لوستل »

اجمل

دومره د پښتونولی غیرت خو تاسو سره نشته چی د پښتو په لحاظ د خط هاخوا د پښتنو غم درسره وی. نو تاسی چی د پنجاب عسکر نه یی نو څه یی؟ حد اقل یوه بیانیه پکار وه تاسو نه خو امر الله صالح سل برابره ښه دی. الله مو خوار کړه لا پدی جهاد.

شیرزاد

ډیره ښکلی لیکنه
کاشکی په افغانستان کی هم یو نر پښتین پیدا شی. د ډیر تاسف ځای دی. پنجابیان خو په نره وایی جی مونږ افغانستان ټوټی ټوټی کړو او خپل خوب مو رښتیا شو.په افغانستان کی پښتنو ځه وکړل؟ تر ننه ورځی پوری د پردیو غلامان او مزدوران پاتی شوی. یو کوچني اقلیت تر مری نیولی او نفس ایستو ته یی نه پریږدی. یو نر پیدا نشو چی پښتانه د دی مریتوب نه خلاص کړی.

فضل، مهذب

په پښتو کې متل دی، وايي چې « حق او حقيقت ويل ترخه وي» کاش کې زموږ ځوانان په پورته ليکنه کې هغه ترخ حقيقت لږ د زړه په سترګو وويني او که ضمير لري، لږ يې هم غږ ته غوږ ونيسې!

اجمل

منظور پښتین د تور پنجابی پر ضد قیام کړی او باید ورڅخه دفاع وشی. هغوی چی خلاف د منظور پښتین ګلخانان یا د ### د جواز ورکونکو نوکران دی. لکه دا سړی چی پدی سپکه لیکنه یی خپل د پښتو غیرت ښودلی دی.

Back to top button
12
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx