نظــر

د فلسطین لپاره د ټرمپ عجیبه طرحه

قاري سعید

د مسئلې سوابق

په ۱۹۴۷ م کال کې چې د ملل متحد تر نظارت لاندې فلسطین تقسیم شو، د دې هیواد ۵۷ فیصده یهودو او ۴۳ فیصده مسلمانانو ته ورکړل شوی و. خو یهود چې تر دې یې هم زیاته برخه غوښته د نړیوالو زبرځواکونو په ملاتړ یې جګړو او اغتشاش ته مخه کړه، د ملل متحد استازی کونت برنادوت چې د تقسیم د عملي کولو لپاره فلسطین ته راغلی و یهودي جنګیالیو وواژه او د نقب د صحرا په شمول ډيرې سیمې چې د تقسیم له مخې د مسلمانانو حق وې په زور یې لاندې کړې، مسلمانان یې  په ختیځ کې د اردن سیند لویدیځې غاړه او په لویدیځ کې د غزې تړانګې ته په تګ مجبور کړل.

د اسرائیلو لخوا د اسلامي ځمکو د اشغال دوهمه مرحله د ۱۹۶۷ جنګ و، اسرائیلو د امریکا په ملاتړ په دې جنګ کې د مسلمانانو ټولې سیمې اشغال کړې او د لویدیځې او غزې مکمل کنترول یې په لاس کې واخیست. اسرائیلو حتی د سوریې ګولان او د مصر سینا هم اشغال کړه چې بیا یې په ۱۹۷۸م کال کې د کمپ ډیویډ تړون نه وروسته کله چې مصر اسرائیل په رسمیت وپيژندل سینا یې بیرته مصر ته وسپارله. اما د فلسطیني ځمکو واک له اسرائیلو سره و او په دې سیمو کې یې د اسرائیلو وګړو اسکان او د ښارګوټو جوړول پيل کړل.

په ۱۹۹۳م کال کې چې د امریکایي ولسمشر بل کلنټن په منځګړیتوب د یاسر عرفات اواسرائیلي مشر اسحاق رابین تر منځ د اوسلو توافق وشو، له مخې یې فلسطینیانو ته په غزه او لویدیځه غاړه کې د خپلواکو تشکیلاتو د جوړولو اجازه ورکړل شو، خو اسرائیل له دغو غصب شویو سیمو ونه وتل، د شهرک سازۍ پروژو ته یې دوام ورکړ ، د لویدیځې غاړې ۶۰ فیصده خاوره او د غزې دیرش فیصده خاوره یې تر خپل کنترول لاندې وساتله او سلګونه اسرائیلي ښارګوټي او کلي یې ورباندې ودان کړل. د لویدیځې غاړه په ختیځ کې اردن دره چې له بهر نړۍ سره د لویدیځې غاړې د ارتباط یوازینۍ لاره ده اسرائیلو تر واک لاندې وساتله، دغه راز یې په شرقي بیت المقدس ښار چې مقدس مقامات په کې دي او دتقسیم له مخې د مسلمانانو سیمه ده اسرائیلو ورباندې خپل اشغال ته دوام ورکړ.

اوسنی حالت او د ټرمپ له طرحې د اسرائیلو موخې

اسرائیل چې د ملل متحد د تقسیم له مخې د فلسطین ۵۷ فیصده خاوره ورکړل شوې وه اوس یې ۸۵ فیصده خاوره تر واک لاندې ده، مسلمانانو ته یوازې ۱۵ فیصده خاوره ورپاته ده. چې د لویدیځې غاړې او غزې ځینې برخې دي. اسرائیلو په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په ځمکو شاوخوا څلور نیم سوه کلي او ښارګوټي جوړ کړي چې شپږ لکه یهود په کې میشت دي. خو په دې سیمه کې د یهودو او مسلمانانو کلي سره تېر او بېر ګډوډ پراته دي. اسرائیل غواړي دغه نقشه اصلاح کړي، بنیامین نتانیاهو ویلي چې د ټرمپ د طرحې له مخې به په لویديځه غاړه کې د مسلمانانو ټولې سیمې په یوه ټوټه بدلې شي همدا ډول به داسرائیلو ټولې سیمې سره متصلې شي. په دې ډول اسرائیل کولای شي د خپلو سیمو امنیت ښه وساتي.

اسرائیل غواړي د لویدیځې غاړې په شرق کې د ( اردن درې) په مکمل خپلولو سره لویدیځه غاړه هم د غزې په شان مکمله محاصره کړي تر څو دې سیمې ته له اردن او نورې نړۍ وسلې ونه رسیږي.

غزه که څه هم اسرائیلو محاصره کړې، مګر هلته د حماس اسلامي تنظیم شته چې مسلح تشکیلات لري، د ټرمپ د طرحې یو شرط دا دی چې غزه به تلاشي کیږي، حماس او جهاد اسلامي ډلې به خلع سلاح او نظامي تشکیلات به لغو کوي. اسرائیل غواړي د غزې له اړخه له توغندیزو بریدونو هم ځان په امن کړي. د دې طرحې بل شرط دا دی چې راتلونکی فلسطیني حکومت به اسرائیلي دولت په رسمیت پيژني، بیت المقدس به د اسرائیلو رسمي پایتخت وي. له دې طرحې د ټرمپ موخه د اسرائیلو د موقف نوره تقویه او بل دا چې نوموړی غواړي د امریکایي ولسمشرانو، ترومن،  جیمي کارتر او بل کلنټن په شان ځان ته تاریخي نوم وګټي. چې لومړني یې تر ټولو مخکې اسرائیلي دولت په رسمیت وپيژاند، دوهم یې د کمپ ډیويد په توافق سره اسرائیلي دولت په مصر او اردن ومانه او دریم یې د مادرید او اوسلوکانفرانسونو په تدویر سره د عرب مشرانو هغه تعهد مات کړ چې په ۱۹۶۷ کې یې د خرطوم په کانفرانس کې له اسرائیلو سره د تفاهم نه کولو په اړه کړی و.

د ټرمپ په طرحه کې څه دي؟

د پيړۍ د معاملې په نوم د فلسطیني موضوع د حل په اړه تر اوسه د ټرمپ طرحه رسما نه ده اعلان شوي، اما د بي بي سي فارسي په استناد یې ځینې جزئیات په لاندې ډول دي.

ــ  د فلسطینیانو لپاره به په اوسنیو ورپاته ځمکو د فلسطین په نوم هیواد جوړیږي او اسرائیلي دولت به یې په رسمیت پیژني. فلسطینیان به په مکمل ډول مسلح فعالیت پريږدي، حماس او جهاد اسلامي ډلې به له جنګه لاس اخلي او غزه به خلع سلاح کیږي.

ــ  بیت المقدس به مکمل د اسرائیلو برخه او پایتخت وي او فلسطیني دولت به یې په رسمیت پیژني، د بیت المقدس له ښاره بهر ختیځ اړخ ته به فلسطینینانو ته ځمکه ورکول کیږي تر څو په کې خپل پایتخت جوړ کړي.

ــ  مقدس مقامات په خاص ډول مسجد اقصی به مکمل د اسرائیلو په واک کې وي.

ــ  اسرائیل به د لویديځې غاړې د نیول شویو ځمکو اشغال ته دوام ورکوي او دا به د اسرائیلو د خاورې برخه ګڼل کیږي، یوازې د ځمکې په بدل کې د ځمکې په ورکړه سره اصلاحات راتلای شي تر څو د مسلمانانو خاوره سره متصله او یوه ټوټه شي.

ــ شرقي سرحد په خاص ډول د اردن سیند په غاړه  غور  الاردن ( اردن دره) به مکمله د اسرائیلو برخه ګرځي، د دې خبرې معنی دا ده چې فلسطیني دولت به له بهر نړۍ ره هیڅ پوله نه لري او د اسرائیلي دولت په خیټه کې به پروت وي.

ــ اسرائیلو چې کوم ښارونه او سیمې اشغال کړې، د هغو مهاجر وګړي که بیرته راځي یوازې فلسطیني سیمو ته راتلای شي خپلو اصلي سیموته ځکه نه شي راتلای چې هغه سیمې اوس د اسرائیلي دولت برخه دي.

ــ  که فلسطینیان دا طرحه ومني امریکا به له فلسطیني حکومت سره ۵۰ میلیارده ډالره نقدي مرسته کوي( د بیت المقدس نقدي بیه) امریکا به په خپلو مرستو فلسطیني دولت په پښو دروي، په لس کاله کې به یو میلیون دندې ورته پیدا کوي خو په دې شرط چې فلسطیني دولت به امریکایي مرستې په شفاف ډول استعمالوي او د اداري فساد مخه به نیسي.

د یادونې وړ ده چې ډونالډ ټرمپ هم د دې طرحې اړوند یوه نقشه خپره کړې چې تر ډیره لوړ یاد شوی جزئیات تائیدوي. د ټرمپ طرح حتی ډيری امریکایي سیاستوالو هم مسخره بللې ده، د کانګریس دموکراتو استازو ویلي چې د سولې په طرحه کې باید د منازعې دواړه اړخونه موجود وي، اما د ټرمپ په طرحه کې یوازي اسرائیلي اړخ شتون لري، نو ځکه دا طرحه د سولې نه بلکې د منازعې د شدت طرحه ده.

ټرمپ په داسې حال کې دغه طرحه اعلان کړې چې فلسطینیان د هر وخت په نسبت په کمزوري موقف کې دي، مسلمانان ویشل شوي او عرب مشران دومره ذلیل شوي چې عمان، متحده عرب امارات او بحرین د ټرمپ د طرحې د افتتاح مراسمو ته خپل سفیران ورلیږي. ټرمپ چې په راتلونکو ټاکنو کې د بریا لپاره د یهودي لابۍ مالي او تبلیغاتي ملاتړ ته اړتیا لري، غواړي د دې طرحې په اعلان سره په یوه ډز څو ښکاره وکړي. په یوه جمله کې ویلای شو  چې د طرحې معنی د ابد لپاره د فلسطین محو کول او په ټوله خاوره یې اسرائیلو ته مستقیم یا غیرمستقیم واک ورکول دي او بس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x