لر او بر او د امریکا ستره ستراتيژیکه غلطي

دوکتور م، عثمان تره کي

امریکا د ولسمشر اوباما په وخت د پاکستان سره په ملګرتیا د مذهب ضد احمقانه هیستري ( روحي ناروغي ) تر اغیز لاندې د دیورند د دواړو خواوو د سیاسي – مذهبي مشرانو په ځپلو او وږلو کې ستره ستراتژیکه غلطي وکړه : د پښتونخواه سیاسې- مذهبې مشران او قوماندانان لکه بیت الله مسود او حکیم الله مسود په لر او بر کې د پاکستان د سیاسي هژموني په وړاندې د مقاومت کلکو بالقوه مورچلونه و، خو د پاکسان په مرسته د امریکا د درون په وسیله شهیدان شول.

امریکا د پاکستان په ملګرتیا ملا عمر او ملا منصور شهیدان کړل. د دواړو په شهادت د پښتونخواه په خاوره کې، افغانستان د خپل نفوذي کسانو د حضور نه بې برخه کړ.

په همدې لړ کې لطیف الله محسود چې د پاکستاني طالبانو یو مهم قومندان وو په لوګر کې د افغان امنیتي پرسونل له خوأ ونیول شو ( د اکتوبر میاشت ٢٠١٣ ) . دي امریکايي ځواکونو له افغان ځواکونو په زور یووړ او په بګرام کې تر اوږدې مودې زنداني کولو وروسته یې د پاکستان سره د کابل حکومت د زندانیانو په تبادله کې پاکستاني حکومت ته وسپاره. دغه اقدام په پاکستان کې د اشرف غني د ضد ملي معاملې شرمونکې بیلګه ګنلي شو.

انس حقاني او د ده ملګری حافظ رشید د قطر په هوایي میدان کې د امریکا د استخباراتي سازمان سي آی اې په غوښتنه د نړیوالو پولیسو لخوا ونیول شول او دوبۍ ته راوړل شول او هلته یې د افغانستان استخباراتي کسانو ته وسپارل.

د دیورند کرښې په اوږدو کې څلویښت کاله جګړه او د کدوالو او جنګیالیو تګ او راتګ، کرښه په دوفکتو دول له منځه وړې ده : د امریکا د یرغل په درشل کې د افغانستان په شمال کې د افغانانو تر څنګ د زرهاو وزیرستاني جنګیالي شته والې دا ثابتوي چه په تاریخې افغانستان کې سوله او جګړه لر او بر نه پیږني.

امریکا د نړي په کچه د خپلو ګتو د تأمین په مقصد تل د مذهب نه د یو لاسوند په توګه کار اخیستې او په کې د پام وړ بریالي یا ناکامه سابقه لري. په وروستيو کلونو کې د نظر خاوندان د ابوبکر بغدادي دله چه د داعش په نوم شهرت موندلې، د امریکا د ژیوپولیک تولید په توګه پیږني. خو امریکا په لراو بر کې اسلام دښمنه کرنلاره تعقیبوي او د مسلمانانو د برحق مقاومت په وړاندې د بمونو مور استعمالوي او پاکستان پښتون وږنې ته تشویقوي.

اصلي خبره دا ده چه تر څو چه د افغانستان د اشغال په حالت کې د امریکائي چارواکو مذهب ضد هستري، علاج نشي، او د افغانسان په خاوره کې د امریکا ناقانونه حضور پایته ونرسیږي، لر او بر افغانان په ژیوپولتیک تعاملاتو کې د خپل سیاسي – مذهبي مشرانو نه ګته پورته کولي نشي.

اوسمهال د پښتونخواه ولسونه د زور زیاتي او بلواکي په وړاندې په بیسارې تاریخي قیام لاس پورې کړې دي. د امریکا د پښتون وږنې لیونتوب سره سره ، په تیرو پرلتونو او میتنګونو کې شعارونه د امریکا په ضد نه اوریدل کیده. د دې نه مالومیږي چه د پښتونخوا دیرکي ولس امریکا ته د کورني دښمن په وړاندې د بالقوه او اقتضائي متحد په توګه پام اړوي او د ده نه د مرستې تمه لري. په افغانستان کې د امریکا ناقانونه حضور او بې ځایه جنګي مصروفیت د دې لامل ګرځي چه پدغه حساس وخت افغانان په کورنیو ستونزو سره لګیا وي او پښتنو ورونو سره د مرستې جوګه نشي.

په هر حال ! په سیمه کې د ۱۹ پیړي ستره لوبه نوې پړاو ته ورګد شوې چه په هغه کې لر او بر د ژیوپولتیک جبر له مخې د لوبې د اجندأ په سر کې ځاي نیولې دي. خو امریکا او پاکستان، افغانستان د اشغال په منګولو کې دومره بوختې او کمزورې ساتلې چه د سیمې د سیاسي ودې نه ګته پورته کولي نشي.

افغانستان هغه وخت اوسني وضعیت د هیواد ملي ګتو د تأمین په موخه کارول شي چه مرکزي خپلواکه واکمني ولري او افغانان د یو واحد ملت په توګه سیمې تعاملاتو ته ځان ورګد کړي.

’’ پاي ‘‘
فرانسه

۲۸/۰۱/۲۰۲۰

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د