سیګار: له نړیوالو مرستو پرته افغان حکومت پاشل کېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پر مرستو باندې د څار اداره «سیګار» وایي، که حکومت له نړیوالو مرستو بې برخې شي، خپلې مالي اړتیاوې نشي پوره کولای او پاشل کېږي.

د سیګار ادارې مشر «جان سوپکو» تېره ورځ په واشنګټن کې د کانګرس یوې کمېټې ته د وینا په مهال ویلي « فساد لا هم د افغانستان د حکومت مشروعیت او بریا ته ستر ګواښ دی، له دې هیواد سره په کېدونکو مرستو باید جدي څارنه وشي.»

نوموړی زیاتوي «که چېرې نړیوالې مرستې نه وي، افغانستان د خپل حکومت په ځانګړي توګه د پولیسو او پوځ  د مالي تمویل توان نلري او د نړیوالو مرستو له قطع کېدو سره ښایي، حکومت وپاشل شي.»

د سوپکو په خبره، خلګ په دې نظر دي، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ښايي حالت ډېر خراب شي او په دې هیواد کې د نړیوالو هدفونه زیان وویني.

نوموړي ددې ترڅنګ له افغانستان سره د کېدونکو مرستو په دوام ټینګار کړی او ژمنه یې کړې، که بهرني پوځونه له دې هیواد څخه راووزي، سیګار به بیا هم د بیا رغونې کار روان وساتي.

سیګار داسې مهال له نړیوالو مرستو پرته کابل حکومت نړېدلی بولي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ روان مذاکرات یوه داسې توافق ته د رسېدو نښې ښکاروي، چې په تعقیب یې ښایي بهرنیان افغانستان پرېږدي.

په ورته وخت کې، شنونکي په دې باور دي، چې که بهرني پوځونه له افغانستان څخه ووزي، نړیوال به له حکومت سره خپلې مرستې ودروي او همدا  به ښايي د حکومت متزلزل بنسټونه سقوط ته ور لنډ کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د