افغانستان

امریکا کابل حکومت ته د ورکول کېدونکو الوتکو شمېر کم کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امریکا متحده ایالاتو د کابل حکومت ته د ورکول کېدونکو «بلېک هاک» الوتکو شمېر دوه چنده کم کړی.

ملټري ټایمز ورځپاڼه د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له قوله لیکي، چې امریکا تر دې وړاندې پلان درلود د کابل حکومت هوايي ځواک ته ۱۵۹ بلېک هاک جنګي الوتکې ورکړې؛ خو په یوه تازه اقدام کې یې ددې الوتکو شمېر ۵۳ ته رارسولی.

ددې تر څنګ امریکا  حکومت ته ۳۲ « Ac-208 » جنګي الوتکو دسپارلو ژمنه کړ وه؛ خو اوس یې ددې وعده کړو الوتکو شمېر ۱۰ ته راټيټ کړی.

د راپور له مخې، دغه ګام د حکومت د هوایي ځواک د اړتیاوو له ارزونې او څېړنې وروسته اخستل شوی.

امریکا داسې مهال، په نظامي  برخه کې له حکومت سره کېدونکې مرستې راکموي، چې په قطر کې د طالبانو او دې هیواد تر منځ مذاکرات روان دي او که دواړه لوري توافق ته ورسېږي، ښايي بهرنیان نور افغانستان پرېږدي.

په ورته وخت کې د افغانستان پر بیارغونې باندې د امریکایي مرستو د څار اداره «سیګار» وایي، که بهرنیان له افغانستان سره خپلې مرستې ودروي، حکومت دومره توان نلري، چې خپلې مالي اړتیاوې بشپړې او خپل امنیتي سکتور وپالي.

د شنونکو په باور، له حکومت سره د بهرنیانو له مرستو بندیدلو وروسته ښايي، د حکومت متزلزل بنسټونه تر ډېره د طالبانو په وړاندې تم نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x