ورزش

هند یو وار بیا پاکستان کې له اسیایي جام سیالیو کولو انکار وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د هند کرېکټ بورډ (BCCI) څرګنده کړه چې دوی د ۲۰۲۰م کال اسیایي جام سیالیو ترسره کولو لپاره پاکستان ته نشي تللی.

د ۲۰۲۰م کال اسیایي جام شل اوریزو سیالیو کوربه توب پاکستان هېواد ته ورکړل شوی دی.

د پاکستاني ورځپاڼو له مخې د هند کرېکټ بورډ په پاکستان کې د اسیا جام ترسره کولو څخه انکار کړی، خو زیاته کړې یې ده «که چیرې پاکستان دغه سیالۍ له هېواده بهر ترسره کوي مونږ چمتو یو».

دوی ویلي چې دوی د پاکستان کوربه توب سره ستونزه نه لري، مګر ستونزه د لوبو په ځای ترسره کولو کې ده، ګڼ شمېر ستونزو ته په کتلو ددې سیریز لپاره دوی پاکستان ته سفر نه شي کولی.

د هند کرېکټ بورډ په وینا که د کرېکټ نړیواله شورا له هند لوبډلې پرته د اسیا جام سیالۍ ترسره کوي نو دا بیله خبره ده خو که چیرې دغه سیالۍ پاکستان کې ترسره کیږي مونږ یې برخه نشو ګرځېدلی.

د هند کرېکټ بورډ چارواکي وایي، هغه مهال چې په ۲۰۱۸م کال کې د اسیا جام سیالۍ د هند په کوربه توب ترسره کیدې پاکستاني لوبغاړو ته په ویزا اخیستلو کې ستونزې موندل شوې وې، همدا لامل و چې دغه سیالۍ بیا له هند څخه عربي اماراتو ته انتقال شوې.

ددوی په وینا پاکستان لوبډلې د پخوا څير اوس هم کولی شي بل هېواد کې دغه سیالۍ ترسره کړي.

د ۲۰۲۰م کال اسیا جام سیالۍ به د افغانستان، پاکستان، هندوستان بنګلدیش او دوه نورو ایمرجینګ لوبډلو ترمنځ د روان کال په ستمبر میاشت کې ترسره شي.

د یادونې ده چې په پاکستان کې له تیرو لسو کلونو وروسته په لومړي وار په دیسمبر او جنوري میاشت کې سریلانکا لوبډلې بشپړ سیریز ترسره کړ او اوسمهال بنګلدیش لوبډلې دغه هیواد ته سفر کړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close