نادري ناولده

د خنزیر غوښې خوړو له کبله د یوه سړي په مغزو کې له لسو کلونو راهیسې چینجی پروت و

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د یوه نادره طبي حالت وروسته ډاکټرانو د معاینو ترسره کولو په پایله کې موندلې چې د یوه سړي په مغزو کې له لسو کلونو راهیسې چینجی پروت دی.

دغه کس چې ګیراردو نومیږي او د امریکا د ټیکساس ایالت اوسیدونکی دی، له څو میاشتو راهیسې د دوامداره سردردۍ او د قۍ کولو څخه کړیده، تر څو یې ډاکټران د رنځ په تشخیص وتوانېدل.الدودة بعد إخراجها بجراحة دقيقة

دغې ستونزې ته د ګیراردو پام هغه مهال راجلب شو چې تیر کال د فوټبال لوبې پرمهال ناڅاپي بې هوښه شو.

د امریکایي رسنۍ (NBC) په وینا، متخصصین د ایکسری معاینې په ترسره کولو وتوانېدل چې د یوه کس په مغزو کې له لسو کلونو پروت چینجی ومومي، کوم چې په وخت تیریدو سره وده کوله، دوی د سختو او دقیقو جراحي عملیاتو وروسته ددې په ویستلو بریالي شول.

ډاکټرانو وموندله چې د ګیراردو بدن ته هغه مهال چینجی داخل شوی و کله یې چې لس کاله وړاندې په میکسیکو کې د خنزیر ناپاکه غوښه خوړلې وه.

ګیراردو چې د جراحي عملیاتو وروسته خپل عادي حالت ته راګرځېدلی وایي، دده په سر کې به دومره شدید درد و چې خوله به پرې راتله او له کبله به یې قۍ وکړې.جيراردو

د اعصابو او مغزو ډاکټر «جوردان امادیو» کوم چې د نوموړي حالت تعقیب کړی و وایي، د ګیراردو ناروغي بیخي نادره او استثنایې ده، «داسې ډير نه موندل کیږي او دا یوه مختلف څيز دی».

ډاکټران خبرداری ورکوي چې هیڅکله باید ناپاکه خوښه ونه خوړل شي، ځکه چې دا د انسان په بدن کې د چینجیو رامنځته کېدلو لومړنۍ سرچینه ده، کوم چې کولی شي د انسان په بدن کې د هیڅ کومو نښو پرته شتون ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x