افغانستان

له لس ساعته بند وروسته د تورخم دروازه بیرته پرانیستل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۸ل): پاکستاني چارواکو د تورخم دروازه له نن سهار راهیسې د مسافرو د تګ راتګ او ترانزیټ پرمخ تړلې وه، چې وروسته له لس ساعتونو بیرته پرانیستل شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې د دواړو غاړو د خبرو په پایله کې د تورخم دروازه پرانیستل شوه.

خوګیاڼي زیاته کړه چې د خلکو زیاتې ګڼې ګوڼې له کبله لومړی یوازې د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې چې وروسته به بار وړونکو او ترانریتي موټرو ته هم اجازه ورکړل شي.

د تورخم دروازه په داسې حال کې پاکستاني چارواکو تړلې وه چې ددوی په وینا پرې د افغان خاورې لخوا توغندي غورځول شوي دي.

دا هر څه په داسې حال کې رامنځته شول چې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د پښتون ژغورنې مشر منظور پښتین د نیول کېدو په غبرګون پراخ لاریونونه وشول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

الله د دا دروازه تر ابده وتړی تر څو به د تورو پنجابیو محتاجه یی. تر څو چی دا جنګ او جګړی وی، دا برادر کشی او وژنه وی همدا به مو حال وی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x