افغانستان

نيويارک ټايمز: په ښارونو کې د بریدونو کموالي سربېره په کليوالو سيمو کې هره ورځ لسګونه کسان وژل کيږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، له تېرو څو مياشتو راهيسې، چې د امريکا او طالبانو خبرې بیا پيل شوي، د طالبانو له لوري په لويو ښارونو کې بریدونه او چاودنې کمې شوي، خو په لرې پرتو او کليوالو سيمو کې لا هم د جګړې له امله هره ورځ لسګونه کسان وژل کيږي، چې ښايي د روانو خبرو د ګډوډۍ لامل شي.

ځينې ډيپلوماټان او څارونکي اندېښنه لري، چې لا هم د رسنيو له سترګو لرې په کليوالو سيمو کې د جګړو له امله هره ورځ لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او دا مرګ ژوبله روانې خبرې له ستونزو سره مخ کولی شي.

نيويارک ټايمز ويلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هم لږ تر لږه ۴۰ افغان عسکر د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او امنيتي چارواکي وايي، چې د امنيتي ځواکونو ډېری مرګ ژوبله په شمالي ولايتونو کې رامنځته کيږي.

نيويارک ټايمز د طالبانو د بریدونو يادونه کړې، خو د امريکا او افغان دولتي عسکرو د بریدونو يادونه يې نه ده کړې.

د چارو کارپوهان وايي، طالبانو په تکتيکي توګه د سولې لپاره عملا په لويو ښارونو کې ډله ييز او موټربم بریدونه کم کړي، خو په مقابل کې يې امريکا او حکومتي عسکر لا هم په کليو او لرې پرتو سيمو کې بریدونه او بمبارۍ کوي.

د چارو شنونکی او د کابل پريس کلب مرستيال قريب الرحمن شهاب له شمشاد تلويزون سره په خپلو خبرو کې ويلي، طالبانو له تېرو څو مياشتو راهيسې په لويو ښارونو کې موټربم او ډله ييز بریدونه نه دي کړي او عملا يې ښودلې، چې د دوی سياسي استازي او پوځي قومندان په يوه خوله دي، خو په مقابل کې يې حکومت هره ورځ په کليوالو سيمو کې عمليات او بمبارۍ کوي او د بلخ تازه پېښې ته يې اشاره کړې، چې د يوې کورنۍ اووه ملکي وګړي په کې وژل شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا او طالبانو يو کلنې خبرې نهايي او دواړه لوري د سولې تړون ته نږدې شوي، خو امريکا له طالبانو د جګړې تشدد کمولو غوښتنه کوي.

طالبان وايي، د جګړې تشدد کمولو په اړه يې د امريکا غوښتنه منلې، خو زياتوي، چې امريکا وخت پر وخت خپلې غوښتنې اضافه کوي او د رښتينو خبرو پر ځای د وخت ضايع کولو هڅه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دا خبره هم باید تر نظر لاندی ونیول شی چی په کلیو او بانډو کی هم انسانان ژوند کوی لکه چی په لویو ښارونو کی دی. دا به له خلکو او ولس سره ظلم او جفا وی چی په ښارونو کی دی تشدد کم شی او پر کلیو او لرو سیمو کی دی افغانان کما فی السابق ووژل شی. دا غیر انسانی چلند د منلو وړ ندی.

عبدالله

نه پوهیزم طالب په کوم دین کی دا لیدلی دی چی د امریکایی اشغالگر کافر سره اوربند خو د خپل مسلمان افغانی ورور وژنه ورته جهاد شکاری! عجیبه ده !

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x