
منظور پښتين: زموږ مبارزه د پاکستان پښتنو لپاره ده، د افغانستان پښتانه دې خپله خبره په خپله وکړي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د پښتنون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين له نيول کيدو مخکې د امريکا غږ ډيوې راډيو سره د مرکې پر مهال ويلي، د دوی مبارزه او غوښتنې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې د پاکستان پښتنو لپاره دي او د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي.
ښاغلي پښتين د ډيوې راډيو له نطاق رحمان بونيري سره د مرکې پر مهال او د اوريدونو پوښتنو ته په خپل ځواب کې وويل، د لر او بر افغان ناره يوازې په دې معنا ده، چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته يو قوم اوسيږي او دا هېڅکله په دې معنا نه شي کېدای شي، چې دوی دې د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله وکړي.
د سعادت کلیوال په نوم يوه اورېدونکي پوښتنه کړې وه، چې تاسې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوئ، خو امريکايان په افغانستان کې هره ورځ پښتانه وژني او تاسې يې په اړه هېڅ نه دي ويلي، نو منظور پښتين يې په ځواب کې وويل، چې دوی د اساسي قانون په رڼا کې د پاکستان پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي او هلته که له چاره سره زیاتی کيږي، د هغه ځای خلک دې خپله خبره په خپله وکړي.
په ټولنيزو رسنيو کې د منظور پښتين د مرکې دا برخه ښکته پورته کيږي او ډېری فعالان د ښاغلي پښتين دا خبرې د پښتون ژغورنې غورځنګ هغو ملاتړو ته د پيغور په شکل وړاندې کوي، چې له افغانستانه د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوي.
بیچاره منظور کله کولی شی چی دا خبری په ښکاره وکړی او د ټول نړی دښمنی په غاړه واخلی. هغه ډیر محتاطانه مخکی ځی. مشکل خو دی په پاکستان کی چی پنجاب اشغال کړی. افغانستان خو به مونږ په خپله ازادو نن وی که صباح. مگر د پښتونخوا او بلوچیستان آزادول مهم دی چی منظور پښتین او ملگری یی په دی برخه کی خورا ښه روان دی او مونږ د دی غاړی افغانان یی باید مرسته وکړو.