دیني، سیرت او تاریخ

پېښور: په امام بخاري مدرسه کې د زده کوونکو ترمنځ د تقريري سياليو او انعامونو وېشلو غونډه وشوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د افغان کډوالو اړوند امام بخاري مدرسې کې د مدرسې ادارې له لوري د زده کوونکو وړتيا غښتلي کولو په موخه د تقريري سياليو او انعامونو د وېشلو غونډه ترسره شوه.

په دغې سيالۍ کې د مدرسې لسګونو زده کوونکو ګډون کړی و او يو شمېر بهرني مېلمانه هم ورته رابلل شوي وو.

د تقريري سياليو د ارزونې کمېټې د شيخ خان محمد منصور په مشرۍ په دغه سيالۍ کې لومړي، دوهم او درېيم نمبر زده کوونکو ته د غورې وينا او نورو ګډونوالو ته د هغوی د تشويق په موخه انعامونه ورکړل.

د غونډې مشر مېلمه او د ارزيابي کمېټې مشر شيخ محمد منصور په خپلې وينا کې د زده کوونکو ويناوې وستايلې، د هغوی د جرئت، د دلائلو وړاندې کول، د خبرو تسلسل او اغېز حيرانوونکی وباله او د زده کوونکو سربېره يې د مدرسې له مشر مولوي سردار اغا او نورو استادانو څخه مننه وکړه.

شيخ منصور زياته کړه، چې جامعه امام بخاري د ګوتو په شمار د هغو مدرسو له ډلې څخه ده، چې په رښتينې معنا د افغان ولس د نوي نسل روزنې لپاره زيارونه ګالي او هڅه کوي، چې د ټولنې د خدمت لپاره اهل کسان وروزي.

د مدرسې صدر المدرسين شيخ صبغةالله وړاندیز وکړ، چې راتلونکي وخت کې بايد د پېښور د ټولو مدرسو د زده کوونکو ترمنځ په ګډه د تقریرونو سيالي جوړه شي او ځوانان وهڅول شي، چې په ښه او اسانه طریقه خپل ترلاسه کړي علوم تر ولسه ورسوي.

د سټېج چارې د مدرسې مشر استاد او د چارو سمبالوونکې مولوي محمد يوسف حسن خېل پر غاړه وې.

د يادونې وړ ده، چې پېښور ښار کې امام بخاري مدرسه د افغان ځوانانو د روزنې لپاره ستر روزنځای دی، د مدرسې مشر او ورسره کاري ټيم يې شپه ورځ هڅه کوي، چې د اسلامي تراث کتابونه، علوم او د اسلامي ثقافت اصيل فهم خپلو زده کوونکو و او نوي نسل ته ورسوي او په دې برخه کې نوموړې مدرسه يو امتيازي مقام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x