افغانستان

طالبان: د کندز د هوایي ډګر دوې الوتکې مو له منځه وړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د کندز ولایت پر هوایي ډګر باندې یې د یوه توغندیز برید په مټ دوه الوتکې له منځه وړې او د یوه پیلوټ په ګډون یې دریو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي، چې پر هوايي ډګر برید تېر ماځیګر داسې مهال ترسره شو، چې «دښمن» د علمیاتو لپاره تابیا نیوله.

د مجاهد په خبره، د بريد په پایله کې دوې الوتکې له منځه تللې، د یوه پیلوټ په ګډون دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپی دی.

یاده دې وي، چې یوازې په تېرو دریو ورځو کې د یوې امریکایي الوتکې په ګډون څلور الوتکې د طالبانو په بریدونو کې له منځه تللې.

تر دې دمه د کندز ولایت امنیتي چارواکو د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x