افغانستان

پنټاګان په غزني ولایت کې د الوتکې په پېښه کې د وژل شویو پیلوټانو معلومات خپاره کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» په یوه اعلامیه کې د هغو دوو تنو پیلوټانو په اړه معلومات خپاره کړي، چې په غزني ولایت کې د یوې الوتکې د سقوط په پایله کې وژل شوي وو.

د اعلامیې له مخې، د امریکا د «ګووام» جزیرې اوسېدونکی شپږڅلوېښت کلن ډګروال «پال واس» او د همفشیري ایالت اوسېدونکی کپتان « راین فېنیف» د هوايي ځواک له هغو دوو مامورانو څخه وو، چې د غزني ولایت د الوتکې د سقوط په پېښه کې، چې پړه یې طالبانو په غاړه اخستې؛ وژل شوي.

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان «جنرال مک کینزي» په دې تړاو خبریالانو ته ویلي «زه په بشپړ ډاډ سره ویلای شم، چې دښمن د الوتکې د سقوط  په پېښه کې لاس نلري، د پېښې ځای ته د رسېدو په وخت مو کوم مزاحمت هم په وړاندې ندی راغلی.»

یاده دې وي، چې درې ورځې وړاندې د غزني ولایت په «ده یک» ولسوالۍ کې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې د یوې الوتکې د سقوط خبر ورکړل شو، په لومړیو کې الوتکه د «اریانا افغان» هوایي شرکت اړوند وبلل شوه؛ خو وروسته جوته شوه، چې الوتکه د امریکا د استخباراتي ادارې اړوند ده.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په لېږلو سره، د الوتکې د سقوط مسئولیت ومانه او یاده یې کړه، چې په دې پېښه کې د سي ای اې ګڼ شمېر مامورین وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x