افغانستان

لاس انجلس ټايمز: امريکا او طالبان يو ځل بیا هوکړې ته نږدې شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): امريکايي رسنۍ وايي، امريکا او طالبان يو ځل بيا د سولې هوکړې ته نږدې شوي دي.

د امريکا لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې ليکلي، په داسې حال کې، چې له دوو مياشتو ځنډ وروسته امريکا او طالبان يو ځل بیا د سولې هوکړې ته نږدې شوي په غزني کې د امريکا پوځي الوتکه نسکوره شوې ده.

طالبان وايي، دغه الوتکه کې د امريکا د مرکزي استخباراتو «سي ای اې» مهم چارواکي سپاره وو او د دوی په تکتيکي برید کې نسکوره شوې ده.

د لاس انجلس ټايمز په وينا د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېر کال سپټمبر کې له طالبانو سره د سولې نهايي شوې خبرې ځکه لغوه کړې، چې طالبانو په کابل يو امريکايي عسکر وژلی و، خو له دوو مياشتو ځنډو وروسته د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امريکايي ديپلوماتانو له طالبانو سره درېدلې خبرې بېرته پيل کړې.

د امريکا د دفاع وزارت «پنټاګون» يوه وياند ساني لګېټ ويلي، امريکايي عسکرو په غزني کې د نسکورې شوې الوتکې تور بکس موندلی او په وينا يې په دې اړه نورې پلټنې هم روانې دي.

د پنټاګون د وياند په خبره داسې نه ښکاري، چې دا الوتکه دې د «دښمن» په برید کې نسکوره شوي وي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، دا الوتکه د دوی په تکتيکي برید کې نسکوره شوې او د سي ای اې مهم لوړپوړي چارواکي په کې وژل شوي دي.

په کابل کې د نړيوالو چارو کارپوه امين الله حبیبي ويلي، د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د امريکا الوتکې نسکورېدل د سولې پر خبرو اغېز ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x