نظــر

فلسطين؛ د پېړۍ معامله!

وحيدالله مصلح

د مسلمانانو د انحطاط زمانه دا مهال د خپل ځوړي په ژوره کې پرته ده، کله چې انسان د تمدني مثلث په تاريخي فلسطين کې د عيسوي امريکا او يهودي اسرائيل ښکېلتيا او ملګرتيا ګوري نو دا د روانې جګړې پر تمدني او هويتي وجود تر ټولو لوی شاهد دی، له بده مرغه د دې سيمې په دغه هويتي جدل کې د فلسطين رسمي چارواکي او د دې قضيې عربي ګاونډ بيا له خپل تاريخ او هويت نه په فراغ کې په سکولار مخ د تقابل وړتيا نه لري، ارزښتي جګړې پر ارزښتي بنيادونو او خلفيې ترسره کېږي، پر تاريخي اړيکو او هويتي مراجعو ترسره کېږي او دا کشمکشونه په خپل تمدني شناخت او انفراديت ګټل کېږي، خو دا ټول عربي ملوکو او ديکتاتورو کودتاچيانو د غرب په چاکرۍ کې بايللي او يوازې د سيمې اسلامپالي جريانونه دي چې پر يادو هويتي بنيادونو يې اسرائيل ته سرخوږی جوړ کړی.
د همدغو مزدورو قيادتونو په سرپرستۍ کې اسرائيل په څو بېلابېلو مرحلو کې فلسطين غټ غټ تېر کړ. اسرائيل لومړی ځل په ۱۹۴۷ او دويم ځل په ۱۹۶۷ کې د فلسطين زمکې په لويه پيمانه غصب کړې، د پېړۍ معامله يې دريمه مرحله ده او په دې مرحله کې يې خپلو ټولو مخکينيو تېريو ته قانوني بڼه ورکړه او فلسطينيان يې دا ځل د هغه لويې فلسطينۍ خاورې په دوه درې کوچنيو جزيرو کې را ايسار کړي.

د پېړۍ معامله، يعنې څه؟

د امريکا د ولسمشر زوم جرډ کوشنر، د منځني ختيز لپاره د امريکا ځانګړی استازی جيسون ګرين بلټ او په اشغال شوي فلسطين (اسرائيل) کې د امريکا سفير ډېوېډ فرېډمن د فلسطين لپاره د پېړۍ معامله يا جوړجاړي رامنځته کړی، د امريکا د ولسمشر زوم جرډ کوشنر، د منځني ختيز لپاره د امريکا ځانګړی استازی جيسون ګرين بلټ او په اشغال شوي فلسطين (اسرائيل) کې د امريکا سفير ډېوېډ فرېډمن د فلسطين لپاره د پېړۍ معامله يا جوړجاړي رامنځته کړی، په دې طرحه کې به فلسطين ته نوی فلسطين ويل کېږي او اسرائيل ته په کې يو سخاوتمندانه وړانديز تقديم شوی چې په لاندې ډول دی:

لومړی:

بيت المقدس به د اسرائيل پايتخت وي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د پخوانيو پرېکړو له مخې به شرقي بيت المقدس د دوه دولته طرحې له مخې د فلسطيني دولت پلازمېنه وي خو د نوې معاملې له مخې به ټول بيت المقدس د اشغال شوي فلسطين پلازمېنه وي.

دويم:

فلسطين به په جلا جلا جزيرو کې ايسار وي، دغه جلا جزيرې د يهودي ښارګوټو په واسطه سره جلا شوي او فلسطينيان به خپلو دغه جلا جلا برخو ته د زمکنيو تونلونو او يا هغه پلونو له لارې ځي چې پر اسرائيلو به تېرېږي. غزه او باختري ساحل به د زمکني تونل په واسطه سره وصل کېږي، اټکل دی چې د دې تونل اوږودوالی به ۳۴ کيلومتره وي.

درېيم:

فلسطين به پوځ نه لري، يوازې پوليس به لري او دوی به تنها سپکې وسلې لري. د دې معاملې له مخې به اسرائيل د بهرني تيري په مقابل کې د فلسطين دفاع کوي، او د دې دفاع په مقابل کې به اسرائيل ته قېمت ورکول کېږي، ښايي دا قېمت هم د خليج هېوادونه په غاړه واخلي.

څلورم:

د فلسطين هغه لويې برخې چې اشغالګرانو په کې له مخکې په ناقانونه ډول يهودي ښارګوټي جوړ کړي، د دې معاملې له مخې به په رسمي او قانوني ډول له فلسطين څخه واخېستل شي. په دې ډول به هغه يهودي ښارګوټي چې په د فلسطينيانو په خاوره کې جوړ شوي هغه به نه ړنګېږي، ۱۵ داسې يهودي ښارګوټي دي چې د فلسطين په اوسنۍ خاوره کې جوړ شوي د نوې نقشې له مخې به دا په فلسطين کې د اسرائيل تر حاکميت لاندې وي او اسرائيل ته به د دې ښارګوټو يهودان پر هغو سرکونو ځي چې امنيتي چارې يې له اشغالګرانو سره وي.

پنځم:

مصر به فلسطين ته د غزې سره په خوا کې د هوايي ډګر، کارخانو او کښت لپاره زمکه ورکوي.

شپږم:

فلسطين به د اسرائيل په محاصره کې وي، يوازې به له مصر سره ۱۲ کيلو متره سرحد ولري، سره له دې چې فلسطين له اردن سره د اردن سيند له لارې سرحد لري او همدا ډول د مړه سمندر څلورمه برخه د فلسطين باختري ساحل برخه ده، خو په نوې نقشه کې به فلسطين له اردن او مړه سمندر سره پوله ونه لري؛ داسې چې د اردن او فلسطين او همداراز مړه سمندر او فلسطين تر منځ وار له مخه اسرائيل په ناقانونه ډول يهودي ښارګوټي جوړ کړي، فلسطين به د اردن سره د دوه پلونو (امير حسين او امير محمد) له لارې وصل کېږي چې د اسرائيل له خاورې به تېرېږي.

اوم:

د نوي فلسطين د طرحې لومړيو ۵ کلونو لپاره ۳۰ ميليارده ډالر په پام کې نيول شوي دي، د دې ډالرو ۲۰ فيصده به امريکا، ۱۰ فيصده اروپايي اتحاديه او ۷۰ فيصده به د خليج هېوادونه ورکوي.

اتم:

سره له دې چې غزه له مديترانې سمندر سره پرته ده، خو دلته به کوم سمندري بندر نه وي او پر ځای به يې فلسطينيان د اسرائيل د حيفا او اشدود له بندرونو ګټه اخلي.

پېړۍ معامله؛ دوه مهم وضاحتونه!

لومړی؛ بې ثباته اسلامي نړۍ!

د پېړۍ نوموړې معامله چې د پرانېستنې لپاره يې د اسرائيل صدراعظم نيتنياهو د سپينې ماڼۍ مېلمه و او د اسرائيل اپوزيسيون مشر ګانتس هم واشنګټن ته غوښتل شوي وو، په داسې مهال ترسره کېږي چې اسلامي نړۍ د خپل ژوند په خورا بدترين حالت کې واقع ده، له يوې خوا اسلامي هېوادونه د بهرنيو تيريو او توطيو له امله د شخړو او بې ثباتيو سره مخ دي، له بلې خوا په ډېری هېوادونو کې دکتاتورو واکمنانو د خپل ولس سوله ييز سياسي حضور ځپلی، وژلي يې دي او زندانونه يې پرې ډک کړي، دوی سوله ييز مزاحمتونه په ګرمو وسلو ځواب کړي او ولسونه يې اړ کړي چې د خپلو ځانونو څخه د دفاع په خاطر وسله وال قيام وکړي، ليبيا، سوريه او يمن د دې ناکراريو ژوندي مثالونه دي، د مصر پر منتخب ولسمشر شهيد محمد مرسي د پوځ کودتا او هلته د بيان، رايې او لاريون پر ازاديو پابندي بل هغه لوی واقعيت دی چې اسرائيل، امريکا او اروپا يې په طرحه، تائيد او سټراټيژيکې حمايې کې پاتې شول. په اسلامي هېوادونو کې مالي بحرانونه او سياسي کړکېچونه دواړه د اقصی او فلسطين له قضيې سره تړلي دي، که اسلامي هېوادونه په ثبات کې وای او وګړي يې په نس ماړه وای نو نن به د قرن د معاملې په وړاندې اسلامي نړۍ قهر څپه وای.

دويم، د اسرائيلي جنايتونو قانونيت!

اصلاً د پېړۍ معامله د هغو ترسره شويو تېريو لپاره قانونی سند دی چې اسرائيل په تېرو اوږدو کلونو کې په فلسطين کې نړيوالې معاهدې ماتې کړي او د فلسطينيانو په وړاندې يې جنايتونه تر سره کړي دي، داسې نه ده چې ګنې اسرائيل په تېرو کلونو کې خاموش وو او نندارې يې کولې، بلکه هغوی چې نن د کومې معاملې له نيم مخ نه نقاب لرې کوي دا ټولې کړنې اسرائيل په خپلو پخوانيو ماسټر پلانونو کې طرحه او تطبيق کړي، دا چې دا ټولې کړنې د ملګرو ملتونو او امنيت شورا له پخوانيو پرېکړو سره په ټکر کې دي او نړيوال فورمونه اسرائيل د فلسطين پر سيمو د تيريو له امله پړ بولي نو اسرائيل لپاره دا ډېره مهمه ده چې فلسطين داسې يوې معاهدې ته راوبولي چې هم په کې د اسرائيل جنايتونه نور جنايتونه پاتې نه شي او هم په کې فلسطين په دغه مظلومه او لنډه تنګه جغرافيه کې يا د پېړۍ دا ننګينه معامله ومني او يا د امريکا راتلونکو اقتصادي شديدو محاصرو او د اسرائيلو پرله پسې بې رحمه نظامي حملو ته اماده شي.

اسرائيل په لنډه ماضي کې د فلسطين د سيمو په منځ کې يهودي ښارګوټي داسې جوړ کړي چې له يوې خوا يې د فلسطين بېلا بېلې سيمې يو له بله جدا کړي او تر منځ يې يهودان ميشت شوي او له بلې خوا يې د فلسطين او اردن په منځ کې هم سرحد نه دی پرېښی. که چېرته فلسطيني واکمن او سياسي جهتونه له دې سند سره توافق وکړي نو بيا به دا سند دغه ټول پخواني اسرائيلي جنايتونه مشروع کړي او د پېړۍ معاملې په جزياتو کې راتلونکي جنايتونه به هم قانوني مبنا پيدا کړي.

د پېړۍ معامله او عرب هېوادونه!

د عثماني خلافت تر سقوط وروسته عربي هېوادونه د فلسطين په قضيه کې د اسرائيل او امريکا په خدمت کې دي، دوی په خپلو هېوادونو کې هغه ملي او اسلامي شخصيتونه او ګوندونه چې په ارزښتي بنياد له اسرائيل سره د تقابل روحيه او وړتيا لري خوار سانسور او ځپلي دي، د دې ځپنې لومړۍ موخه په سيمه کې د ازادۍ غوښتنې لوی علمبردار تحريک اخوان المسلمين دی، مصر ددې ځپنې اصلي مرکز دی او هلته تل پوځي کودتاچيان په واک کې دي، دغسې دکتاتورې او سکولار واکمنۍ امريکا په خورا شوق حمايه او تبني کړي دي. مصر يوازينی هغه هېواد دی چې له فلسطين سره د غزې په اوږدو کې سرحد لري، دا چې دوی تل اخوان ټکولی يو لوی علت يې په دغسې حساس ګاونډ کې له واکه د يوه تمدني او ازادي غوښتونکي اسلامي حرکت لرې ساتل دي. که په مصر، اردن، سوريه او نورو عربي هېوادونو کې اسلامي حرکتونه بري ته رسېږي دا په دې معنا چې دوی به په فلسطين کې د اشغال پر ضد د ازادۍ قضيه د يوې بشري اړتيا له مخې حمايه کړي او اسرائيل به د خپل اشغالي حضور او د پېړۍ له معاملې سره يو ځای مړه سمندرګي کې ډوبېږي. دا هغه سټراټيژيک خطر دی چې اسرائيل او امريکا پرې پوهېږي او د همدې لپاره دوی په عربي نړۍ کې د ولسونو د خوښې قيادتونه او په سر کې اسلامي حرکتونه واک ته نه پرېږدي او هلته يې د خپلو لاسپوڅو دکتاتورانو واکمنۍ خوندي کړي دي.
سعودي او متحده عرب امارات دوه نور دکتاتور او ملوکي هېوادونه دي، دوی يوازې ملوکي نه بلکه د تاريخ په اقتدا مماليکو ته ورته هم دي، که په سيمه کې د امريکا حمايه نه وي د دوی ګرېوانونه به د خپلو ولسونو په لاسونو تار تار وشکېږي، له همدې امله په دغو هېوادونو کې ولسونه له د نظر، رايې او تنقيد له انساني حقونو نه خورا محروم دي، په دې دواړو دکتاتورو هېوادونو کې د اسلامي حرکتونو فعالان په خورا شکنجو کې ژوند تېروي. د اماراتو زندانونه د اخوان المسلمين پر غړو او خواخوږو ډک دي او په سعودي کې زندانونه پر حقاني علماو. د اماراتو او سعودي دکتاتور شاهي دولتونه پر خپلو ولسونو د دغسې ظلمونو څخه ور اخوا له اسرائيل سره په پټو يارانو اخته دي، داسې ويل کېږي چې تر دې وروسته به اسرائيلي وګړي کولای شي چې سعودي ته پر اسرائيلي پاسپورټونو ولاړ شي، له دې علاوه سعودي له امريکايانو غواړي چې په سعودي کې نظامي اډه جوړه کړي او د دې نظامي اډې قېمت به هم دوی امريکا ته پرې کوي.

پېړۍ معامله؛ د فلسطين غبرګون!

کله چې په سپينې ماڼۍ کې ټرامپ د پېړۍ له معاملې پرده پورته کوله او بيت المقدس يې نتنياهو ته سپاره، له دې مراسمو څو ساعته مخکې د حماس يو مشر اسماعيل هنيه د فلسطينۍ ادارې له مشر محمود عباس سره وغږېد او دواړو مشرانو وار له مخه د پېړۍ معامله رد کړه، دوی پر مشترکو موقفونو ټينګار وکړ او پر دې سلا شول چې د فلسطيني ګوندونو مشترک مجلس به راوغواړي او د معاملې سره د مقابلې پر څرنګوالي به بحثونه وکړي.
د پېړۍ د معاملې تر اعلان وروسته د حماس يو بل مشر سامی ابوز هری د پېړۍ معاملې په اړه وويل چې دا خصمانه طرحه ده او د بيت المقدس په اړه د ټرامپ وړانديزونه مزخرف دي، بيت المقدس به تل د فلسطينيانو خاوره وي او فلسطينيان به د دې طرحې مقابله وکړي. نوموړي وويل چې د ټرامپ خصمانه خبرې به دا جنګ نور هم په لمبو کړي.
په روان پېر کې د ملتونو د ازادۍ غوښتنې ټولې لويې داعيې له اسلاميونو سره دي، همدا اسلامپالي دي چې د اشغال پر ضد د خپلو ملتونو په بسيج بوخت دي، ازادۍ ګټي او تاريخ جوړوي. په فلسطين کې هم ورته قضيه ده، هلته چې د دوی په ګاونډ مصر او لږ لرې خليج کې اخواني حرکتونه په زندانونو کې دي، دلته په فلسطين کې بيا همدغه اسلامپالی حماس د ازادۍ پر جګړه بوخت دی، د حماس نظامي څانګه قسام حتی د پېړۍ معاملې تر رسمي اعلان لږ وروسته په نظامي يونيفورم کې د خپل يوه مجاهد له عکس سره وليکل چې د پېړۍ معامله به هيڅکله اجرا نه شي. حماس او نورې اسلامي ډلې په داسې مهال له اسرائيل سره تقابل کوي چې د مرحوم ياسر عرفات نه وروسته فتح سازمان د ازادۍ پر مزله ستومانه شوی، د فلسطين د ازادۍ داعيه اوس له حماس سره ده او ولس پرې باور لري.

د پېړۍ معامله؛ څه بايد وشي!

د نړۍ ځواکمنې سياسي حکومتولۍ اوس په ريښتيني ډول هويتي شوي دي، د امريکا ټرامپ يې په لوړه کچه مثال دی او په منطقوي سياسي تحولونو کې د مودي مسلمان ضد سياستونه د همدغسې هويتي تشخصونو هندو ميلان دی چې په سيمه کې د نظرياتي او عقيدوي کرښو پېړوالی رامنځته کوي. خو د ارزښتي او متعهدو حکومتوليو په خلا کې بيا اسلامي هېوادونه د فلسطين له قضيې سره پردي دي. له همدې امله دا ډېره حياتي ده چې په اسلامي هېوادونو او په ځانګړي ډول عربي هغو او مصر کې اسلاميون د سکولارېسټانو ځای ونيسي.
تر هغه چې د اسرائيل په شاوخوا جغرافيه کې اسلامي حرکتونه او يا د فلسطين له قضيې سره جوړ ريښتيني ملي جريانونه واک ته رانه شي او ملتونه د خپلو حکومتوليو په انتخاب کې په واقعي ډول شريک نه شي تر هغې به فلسطين همدغسې تش لاسي حماس ته ورپاتې وي. فلسطين قضيه د اقصی مسجد او اسلامي خاورې په تناظر کې يوازې محلي قضيه نه ده، دا قضيه د اسلامي فکر او ارزښتونو يوه محوري او قرآني قضيه ده، په دې قضيه کې ټوله اسلامي نړۍ شريکه ده، په همدې شريکه اړيکه کې فلسطين د خپلو مسلمانو هېوادونو انقلابي ننګې او حمايې ته اړتيا لري، دا حمايه د اسلامي همکاريو سازمان په کليشه يي اډانه کې نوره متوقع نه ده، د کوالالمپور وروستۍ ناسته يوه هيله بښونکې ناسته وه، خو وېره دا ده چې هسې نه دا کرار مزل او د ټرامپ او نتنياهو دا ګرمه يارانه فلسطين له ننګې وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x