نړۍ

په خیبر پښتونخوا کي طالبانو پر امنیتي پوستې پراخ برید کړی

pakistan_militants_swatنن ټکی آسیا: نن د خیبر پښتونخوا په باړه سیمه کي نیژدې ۷۰ تنو طالبانو پر یو امنیتي پوستې برید وکړ، چي له کبله يې د پاکستاني چارواکو په وینا د پوستني دوه تنه عسکر مړه او ۵ نور ټپیان شول.

یو پاکستاني افسر عبد الجبار رویټرز ته ویلي چي: دغه وسلو کلاشنکوفونه او راکټان درلودل،

مونږ په کامیابۍ سره د دوی لومړی برید پر شا وتمبوی، دوی دوهم وار بیا برید را باندي وکړ، او دا ځل جګړې نيژدې دوه نیم ساعته وخت واخیست.

هغه وویل چي یو دوه تنه پولیس مړه ووژل شوه.

نومړي زیاته کړه: ( په هغه بل طرف کي هم مرګ ژوبله را منځته شوې، خو هغوی خپل ټپیان او مړي له ځانه سره یووړل، اوس مونږ نه پوهیږو چي څو کسو ته به مو په هغوی کي مرګ ژوبله اړولې وي).

په پاکستان کي طالبانو او د القاعده غړو د اسامه بن لادن د مړیني وروسته په پراخه کچه خپل عملیات ګړندي کړي، او پر پاکستاني پوستو او امنیتي ځواکونو يې بریدونه پیل کړي.

د اسامه د مړیني وروسته د پاکستان طالبانو ګواښ کړی وو، چي د هغه د مرګ انتقام به ضرور اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x