روغتیا

ذهني فشار د ویښتانو سپینېدلو لامل کیږي – څيړنه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له وخت وړاندې د سر ویښتان سپینېدل یوه اندېښمنه ستونزه ده، چې ډیر شمېر خلک له دغې ستونزې کړیږي، ویښتان سپینېدل د انسان په شخصیت کې ښکاره بدلون راولي، ځکه چې په ټولیز ډول د ویښتانو سپینوالی د بوډاوالي نښه ده، چې له کبله یې وګړو ته یو رنګه اندیښنه او پر ځان بې اعتمادي رامنځته کوي.

له پخوا داسې باور کیده چې عصبي او روحي فشار، ستریس، خپګان او انديښنه د ویښتانو د سپينېدو لامل کیږي خو په دې اړه پوهان سمې پایلې ته نه و رسیدلي.

اوس پوهانو د یوې نوې څيړنې په ترسره کولو موندلې چې سخت خپګان یا ذهني فشار په بدن کې د سمپاتیک عصبي سیستم د زیات فعالیدو لامل کیږي او دا کار ویښتانو سپینوي.

دغه څيړنه د امریکا په هارورډ او د برازیل په ساوپالو پوهنتونونو کې ترسره شوې، دوی د تجربو ترسره کولو له مخې ویلي چې ذهني فشار د ویښتانو سپینېدو لامل کیږي.

په ټولیز ډول په نارینه او ښځو کې له ۳۰ کلنۍ وروسته د ویښتانو رنګ بدلېدل یو طبیعي کړنه ده، خو د عمر له زیاتېدو پرته ذهني فشار په دې برخه کې خپل رول لري.

د یادې څیړنې پوهان که څه هم د ذهني فشار او ویښتانو سپینېدلو ترمنځ د اړیکې موندلو په اړه ډاډه نه دي، خو دوی وایي چې ممکن دا اړیکه د میلانو سایټ ژونکو له امله وي چې میلانین پیدا کوي او بدن کې د وېښتانو او پوټکي د رنګ مسوولیت لري.

دغه څيړنه په موږکانو ترسره شوې، ساینسپوهانو موندلې چې د تجربې پرمهال د موږکانو له بدن څخه ایډرینالین خارج شول، چې له امله یې د زړه حرکت زیاتیږي او د وینې فشار ډیریږي او ورسره ذهني فشار پيدا کیږي.

پوهانو په دغه څیړنه کې د ستریس اغیز پر موږکانو وازمایه، هغوی یو ډول زهري مواد د موږکانو په بدن کې پیچکاري کړل او هغوی یې ودردول او بیا متوجه شول چې د څو اونیو په جریان کې ددغو موږکانو ویښتان سپین شول.وېښتان

د یادې څيړنې غړی پوهاند یاسیه سو وایي، پخوا باوري وو چې ذهني فشار بدن ته زیانمن دی خو دې تجربه کې یې ولیدل چې اغیز یې زمونږ تر خیال ډير دی، «تجربه شوې موږکانو کې یوازې څو ورځو کې رنګ پيدا کوونکې ټولې ژونکې له منځه لاړې او هغه بیا نه موندل کیږي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x