ټکنالوژي

فیسبوک بالاخره د «لټون تاریخچې پاکولو» اړینه ځانګړتیا وړاندې کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د فیسبوک باني مارک زورکربرګ دوه کاله وروسته بالاخره په فیسبوک کې هغه ځانګړتیا وړاندې کړه چې په ۲۰۱۸م کال کې یې د کلني پراختیا کنفرانس پرمهال ژمنه کړې وه.

دغه ځانګړتیا د لټون تاریخچه حذفولو اسانتیا ده چې د فیسبوک لخوا د (Off-Facebook Activity) نوم ورکړل شوی دی.

یعنې هغه څه چې تاسې په فیسبوک کې یا له فیسبوکه بهر هرې ویبپاڼې، اپلیکیشن او یا کوم بل ځای ته د فیسبوک په واسطه ننوتي یئ له دې وروسته یې د یادې ځانګړتیا په مرسته تاریخچه حذفولی شئ.

دغه ځانګړتیا چیرته موندلی شئ؟

لومړی به فیسبوک اپلیکیشن او یا په کمپيوټر کې فیسبوک ته دننه شئ، د څنګ تڼۍ چیرې چې ټول سیټینګر څرګندیږي ووهئ، هلته (Sittings) او بیا د (Your Facebook Information) تڼۍ کیکاږئ، له هغه وروسته د (Off-Facebook Activity) تڼۍ په کیکاږلو سره تاسې کولی شي د فیسبوک لټون تاریخچه په (Clear History) تڼۍ کیکاږلو سره حذف کړئ.

 اذهب لإعدادات فيسبوك واختر (معلوماتك على فيسبوك)  تحت معلوماتك على فيسبوك اختر (تعطيل نشاطات فيسبوك) 
لوقف هذا التتبع نهائيا يمكنك الضغط على (إدارة وقف فيسبوك لتتبع النشاطات)

له (Clear History) تڼۍ کیکاږلو وړاندې د (Manage Off-Facebook Activity) تڼۍ کیکاږئ، تاسو دلته کتلای شئ چې کومو ویبپاڼو، اپلیکیشنو او نورو ځایونو ته د فیسبوک له لارې دننه شوي یئ، په دې کتلو سره به تاسو حیران پاتې شئ چې فیسبوک مو تر کومې اندازې معلومات څاري.

 يمكنك محو هذه النشاطات من ذاكرة فيسبوك بالضغط على زر (إلغاء الماضي)  

په یاد ولرئ چې د یادې ځانګړتیا ترسره کولو پرمهال تاسې یو وار له فیسبوک څخه ویستل (Log out) کیږئ، له هغې وروسته په خپل یاد پاسورډ ورکولو بیرته دننه (Log in) شئ.

له دې وړاندې فیسبوک کولی شول ستاسې د هر هغه څه چې په فیسبوک کې یې ګورئ، یا هر هغه ویبپاڼې، اپلیکیشن او داسې نورو ځایونو ته د فیسبوک له لارې دننه شوي یئ، فیسبوک لیدلي او تعقیبولي شوئ، خو له دې وروسته په یادې ځانګړتیا سره کولی شئ دا هر څه حذف کړئ.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره دغه پاڼه وګورئ!

https://www.facebook.com/off-facebook-activity

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close