islamic iqtisad

دنیا کې جومات جوړ کړئ، جنت کې به کور درته جوړ کړل شي

محمدنعیم حمزه

عن عثمان بن عفان رضي الله عنه عن النبي صلی الله علیه وسلم قال: ”مَنْ بَنٰی لِلَٰهِ مَسْجِدًا، يَبْتَغِيْ بِهِ وَجْهَ اللّٰهِ، بَنَی اللّٰهُ لَهُ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ.
(اخرجه البخاري، ومسلم، والترمذي،وابن ماجة، والامام احمد في مسنده)

ژباړه: حضرت عثمان ابن عفان رضي الله عنه له نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم څخه روایت کوي، هغه فرمایي: چا چې د الله تعالی لپاره جومات (مسجد) جوړ کړ او په دې سره یې خاص دالله تعالی رضا غوښتله؛ نو الله تعالی به دغه بنده ته په جنت کې کور جوړ کړي.

نوټ:
څومره نېکمرغه دي هغه خلک چې د ایمان له نعمته برخمن دي او دالله تعالی د رضا په خاطر سترې، سترې قربانۍ ورکوي، په هغو خلکو الله تعالی څومره رحم کړی، چې الله تعالی له خپلو خزانو څخه څه ورکړي او بیا یې د الله تعالی د رضا په خاطر ددین په مختلفو کارونو کې مصرفوي.

پورتنی حدیث دداسې قېمتي کړنو یوه بېلګه ده، چې الله تعالی چا ته وغواړي توفیق ورکوي، تاسې وګورئ یو مسلمان چې خاص دالله تعالی د رضا په خاطر جومات جوړ کړي؛ الله تعالی ورته په بدل کې د جنت کور ورکوي، الله تعالی دې زموږ او تاسې نصیب پکې وکړي آمین.

د جومات ابادول په دریو شیانو سره راځي، ¹په جوړولو سره، ²په پاک ساتلو سره او ³په لمونځ کولو سره، دا درې عمده کارونه دي چې د جومات ابادېدل ورباندې راځي.

موږ باید دا درۍ واړه کارونه عملي کړو، که الله تعالی توفیق راکړ او جومات مو جوړ کړ، وروسته له دې یې باید د صفا ساتلو اهتمام هم وکړو او له صفا ساتلو وروسته پکې لمونځونه په جماعت سره اداء کړو.

هغه خلک دې هلاک شي، چې دالله تعالی کور ته په سپکه ګوري او ویجاړوي یې، متأسفانه چې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې کفار او د هغوی لاسپوڅي اجیران لګیا دي په یوه نه یوه شکل جوماتونه ویجاړوي او په دې کار سره د مسلمانانو غصې را پاروي.

له کله نه چې امریکا او ملګرو یې زموږ ګران هیواد اشغال کړی، دومره جوماتونه یې شهیدان کړي، چې حد یې نشته، خو زموږ له هیواد نه بهر په نوره نړۍ کې هم متعصبو کفارو د مسلمانانو په عبادت ځایونو قبضې لګولي او نه غواړي چې مسلمانان په ازادانه توګه د خپل رب جل شانه عبادت وکړي، ښه مثال یې د بابري مسجد او مسجد اقصٰی دی.

الله تعالی دې مونږ مسلمانانو ته توفیق راکړي چې د هغه جل جلاله کورونه اباد کړو آمین.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د